د سپيكر سردار اياز صادق د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملك محمد احمد خان په نامه چيټۍ،د “كامن ويلتھ پارليمنټيرين آف دي ايئر” د اعزاز مباركي

اسلام آباد 14 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملك محمد احمد خان په نامه چيټۍ كښې سپيكر ته د كامن ويلتھ پارليمنټري ايسوسي ايشن (سي پي اے) لخوا د 68م كامن ويلتھ پارلماني كنفرنس د "كامن ويلتھ پارليمنټيرين آف دي ايئر" په اعزاز ترلاسه كېدو مباركي وركړې ده ۔ د نهې په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل …

اسلام آباد 14 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملك محمد احمد خان په نامه چيټۍ كښې سپيكر ته د كامن ويلتھ پارليمنټري ايسوسي ايشن (سي پي اے) لخوا د 68م كامن ويلتھ پارلماني كنفرنس د “كامن ويلتھ پارليمنټيرين آف دي ايئر” په اعزاز ترلاسه كېدو مباركي وركړې ده ۔ د نهې په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د اعزاز نه يوازې د پنجاب اسمبلۍ سپيكر د جمهوري اقدارو٬ د اعلٰي پارلماني كاركردګۍ او اداره جاتي اصلاحات سره د تړون اعتراف دے بلكې دا ټول قام لپاره د وياړ خبره هم ده۔ ده په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د يو آسيائي هېواد سپيكر ته په وړومبي ځل دا اعزاز ترلاسه شو كوم چې پاكستان او پنجاب اسمبلۍ لپاره د عزت او عزاز سبب دے۔ سپيكر د خپل اړخه او د قامي اسمبلۍ د غړو لخوا د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې ھغه به د جمهوري ادارو استحكام او د اولس د نمائنده حكمرانۍ د باور بحالۍ لپاره عزم او په جذبه به خپل خدمات روان ساتي۔

مزید خبریں