د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مټه كښې د پوليو په ډلې د ډزو غندنه وكړه

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مټه سيمه كښې د پوليو مخ نيوي په ډله د ډزو د خفګاني پېښې سخته غندنه كړې ده ۔په خپل بيان كښې داخله وزير د ډزو په نتيجه كښې شهيد شوي ليويز اهلكار عبدالكبير ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه د فرض ادائيګۍ په مهال شهيد شوے٬قا م د هغه قربانۍ ته سلام …

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مټه سيمه كښې د پوليو مخ نيوي په ډله د ډزو د خفګاني پېښې سخته غندنه كړې ده ۔په خپل بيان كښې داخله وزير د ډزو په نتيجه كښې شهيد شوي ليويز اهلكار عبدالكبير ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه د فرض ادائيګۍ په مهال شهيد شوے٬قا م د هغه قربانۍ ته سلام كوي۔محسن نقوي د شهيد ليويز اهلكار كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او وې وئېل د ماشومانو سباؤن خوندي كونكې د پوليو په ډله بريد كوونكې عناصر د كوم هم رعايت مستحق نه دي۔ده اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې تورن په سمدستي توګه تر خپل كردار ورسولې شي۔

مزید خبریں