پېښور 14 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف (پی ټی آئی) سیکرټری جنرل سلمان اکرم راجه وئيلي دي د پاکستان او افغانستان ترمينځه د مسئلو حل نه غیر سيمه كښې امن ممکن نه دے۔ ده زور راوړو چې د دواړو ډلو ترمينځه خبري اترې لازمي دي۔پېښور كښې ميډيا سره خبرو په مهال سلمان اکرم راجه ووئيل د افغانستان د اړخه اوسنے بريد د افسوس وړ دے،خو د پولو …
د افغانستان اوسنے جارحيت د افسوس وړ دے۔سلمان اکرم راجه

مزید خبریں
پېښور 14 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف (پی ټی آئی) سیکرټری جنرل سلمان اکرم راجه وئيلي دي د پاکستان او افغانستان ترمينځه د مسئلو حل نه غیر سيمه كښې امن ممکن نه دے۔ ده زور راوړو چې د دواړو ډلو ترمينځه خبري اترې لازمي دي۔پېښور كښې ميډيا سره خبرو په مهال سلمان اکرم راجه ووئيل د افغانستان د اړخه اوسنے بريد د افسوس وړ دے،خو د پولو به بندولو مسئلې نه حل كيږي۔ده ووئيل مونږ له به حالات پيدا كول وي چې په افغانستان كښې او نه په پاکستان كښې ترهه ګري وي،تر څو چې خبري اتري نه وي شوي امن ممکن نه دے۔سلمان اکرم راجه ووئيل د اپوزیشن هڅي ناكامه شوي او په خېبر پښتونخوا كښې جمهوري عمل مخ په وړاندې روان دے۔ده ووئيل ګوند كښې د كوم اختلاف یا ګروپ بندۍ تاثر بے بنسټه دے۔ده ووئيل كه د نوې وزیراعلیٰ سوګند پورته كولو دستوره نن ونه شوه نو سبا به اوشي۔سلمان اکرم راجه د سهیل آفریدی په قیادت د باور څرګندوني سره ووئيل هغه وړاندې هم وزير پاتې شوے او هغه يو تجربه لرونكې ډله لري۔د يوې پوښتنې په ځواب ده واضحه كړه چې پی ټی آئی د اسلام آباد پلو د مارچ كومه اراده نه لري او ټولي سیاسی چاري به آئینی او قانونی دائره كښې حل كولې شي۔










