د پاکستان او آذربائیجان اړيكي په شريك باور ، احترام او د پرمختګ په عزم اډانه دي،د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي د پاکستان او آذربائیجان اړيكي په شريك باور ، احترام او د پرمختګ په عزم اډانه دي،پاکستان سيمه كښې امن او د سوكالۍ ودي له په زړه پوري كار كوي۔د نهې په ورځ د سېنېټ سیکرټریټ د اړخه جاري بيان له مخې د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني سره د آذربائیجان ملی مجلس …

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي د پاکستان او آذربائیجان اړيكي په شريك باور ، احترام او د پرمختګ په عزم اډانه دي،پاکستان سيمه كښې امن او د سوكالۍ ودي له په زړه پوري كار كوي۔د نهې په ورځ د سېنېټ سیکرټریټ د اړخه جاري بيان له مخې د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني سره د آذربائیجان ملی مجلس سپیکري غفارووا ملاقات وکړو ۔ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو، پارلیمانی مرسته، تجارت، سرمایه کارۍ او سيمه ايزو رابطو په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل پاکستان آذربائیجان سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي۔پاکستان او آذربائیجان ترمينځه اړيكي په شريك باور ، احترام او د شريك پرمختګ په عزم اډانه دي۔ده ووئيل د اعلیٰ پائې رابطې د اړيكو لا قوي كولو د عزم څرګندونه ده،د آذربائیجان صدر الهام علیئیف متوقع دوره به دوه اړخيزه اړيكو له نوې قوي بنیاد وركړي،د دواړو هېوادونو اداره جاتی رابطې باقاعدګی سره روانې دي كومې چې د اړيكو د استحکام ثبوت دے۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل د دواړو هېوادونو پارلیماني اړېكي لا قوي شوي۔ ده فروري 2025ء كښې په باکو كښې په ایشین پارلیماني اسمبلۍ كښې ګډون يوه ښه تجربه ګرځولو سره ووئيل د پارلیمانی فرینډشپ ګروپس ترمينځه رابطې په اولسي كچه د اړيكو د ودي سبب ګرځي۔د سېنېټ چیئرمېن د آذربائیجان سپیکري له نومبر كښې په اسلام آباد كښې كيدونكې بین الپارلیمانی اسپیکر کنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔پاکستان آذربائیجان خپل مهم سرمایه کار او شراکت دار ګڼي۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي رابطو د ښه كولو ګنجائش شته،پاکستان سيمه كښې امن و د خوشحالۍ ودې ته پام لرنه كوي۔د سېنېټ چیئرمېن صدر الهام علیئیف له د پاکستان دورې بلنې وركولو سره ووئيل پاکستان د آذربائیجان د قیادت تود هركلي نه سترګي په لار دے۔دغسې په دې موقع د آذربائیجان سپیکري د سېنېټ چیئرمېن مننه وكړه۔سپیکري دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو له د عزم څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں