صدر آصف علي زرداري سره د آسټراليا موده ترسره كونكي هائي كمشنر وليدل

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د آسټراليا موده ترسره كونكي هائي نيل هاکنز په ايوان صدر كښې د مخه ښې اغستو ملاقات كړے ۔ صدر مملکت د هائي کمشنر په توګه د پاکستان او آسټراليا اړيكو قوي كولو لپاره د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل …

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د آسټراليا موده ترسره كونكي هائي نيل هاکنز په ايوان صدر كښې د مخه ښې اغستو ملاقات كړے ۔ صدر مملکت د هائي کمشنر په توګه د پاکستان او آسټراليا اړيكو قوي كولو لپاره د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل د هائي کمشنر د خدمات په سبب د دواړړو هېوادونو ترمېنځه سياسي، معاشي او دفاعي څانګو كښې مرستې وده موندلې او د اولس ترمېنځه رابطې هم ښې شوې دي۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو د مشتركه ګټې او د شريك احترام په بنسټ اوږد مهاله دوستۍ او په مرستې اډانه اړيكو څخه استفاده كړې ده۔ د معاشي اړيكو په حواله صدر مملکت ووئيل اګرچه دوه اړخيزه تجارت زياتېږي خو دا اوس هم د حقيقي صلاحيت نه لږ دے۔ ده د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ موقعو ته پراختيا وركولو لپاره په هلو ځلو زياتولو زور راوړو۔ هائي کمشنر صدر مملکت د سندھ دورې نه خبر كړو او د زراعت او موسمياتي بدلون په څانګو كښې يې د پاكستان او آسټرېليا په جاري مرسته بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل مونږ د پاكستاني اولس مېلمستيا او د مېنې ښائسته يادونه ځان سره اوړوو۔ هائي کمشنر د پاکستان نسلي، لساني، مذهبي او د خوراك متنوع كلتور متاثرکن وګرځولو۔ صدر مملکت د هاکنز د سباون كاميابو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله څرګنده كړه چې هائي کمشنر به د پاکستان او د اولس ښه يادونه د ځان سره يوسي

مزید خبریں