د وزیرِاعظم شهباز شریف شرم الشیخ كښې بېلو نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه،سيمه كښې امن لپاره په اقدامات د خيالاتو څرګندونه

شرم الشیخ 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف شرم الشیخ كښې د امن مشرانو غونډې په موقع بېلو نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه كړي او هغوي سره يې په سيمه كښې امن لپاره په اقدامات د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔د ګل په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف او د آذربائیجان صدر الهام علیوف سره ملاقات …

شرم الشیخ 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف شرم الشیخ كښې د امن مشرانو غونډې په موقع بېلو نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه كړي او هغوي سره يې په سيمه كښې امن لپاره په اقدامات د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔د ګل په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف او د آذربائیجان صدر الهام علیوف سره ملاقات كښې په غزہ كښې په جنګ بندۍ د اطمینان څرګندونه وكړه ۔په دې موقع د آرمینیا وزیراعظم نکول پاشنیان هم ملاقات او خبرو كښې ګډون كولو۔ وزیراعظم د اردن فرمانروا شاہ عبداللہ دوئم، بحرین شاہ حمد بن عیسیٰ الخلیفه او د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل انتونیو ګوتریس سره هم ملاقات وكړو ۔دې نه علاوه وزیراعظم د انډونیزیاء صدر پرابوو سوبیانتو، د المان چانسلر فریډرك مرز، د سپین وزیراعظم پیډرو سانچیز، د اټلی وزیرِاعظم جیورجیا میلونی او د سعودي عرب خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان السعود سره هم ملاقات وكړو ۔دوي د ملاقاتونو په مهال سيمه كښې امن لپاره په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ وزیرِاعظم د فلسطین اولس سره د پاکستان د اړخه د يووالي او سفارتي او اخلاقي مرستي روانه ساتلو د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں