اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ حلقه این اے 18 هری پور كښې ضمنی ټاكنو لپاره په جاری شوي پروګرام عملدرآمد پېل شوے،پولنګ به په 23 نومبر کيږي،دا چوكۍ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفي ډلي مشر عمر ایوب خان نااهلۍ په وجه خالي شوې وه۔ الیکشن کمېشن د اړخه جاري شوي شیډول له مخې کمېشن د پېښور هائی کورټ د 01 اکتوبر پريكړې په رڼا كښې خپل …
د قامي اسمبلۍ حلقه این اے 18 هری پور كښې ضمنی ټاكنو لپاره شیډول جاري شو، پولنګ به په 23 نومبر کيږي

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ حلقه این اے 18 هری پور كښې ضمنی ټاكنو لپاره په جاری شوي پروګرام عملدرآمد پېل شوے،پولنګ به په 23 نومبر کيږي،دا چوكۍ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفي ډلي مشر عمر ایوب خان نااهلۍ په وجه خالي شوې وه۔ الیکشن کمېشن د اړخه جاري شوي شیډول له مخې کمېشن د پېښور هائی کورټ د 01 اکتوبر پريكړې په رڼا كښې خپل اختیارات كارولو سره په دې حلقې ضمنی ټاكنو لپاره شیډول جاري کړو چې له مخې به يې د نامزدګۍ کاغذونه د ګل په ورځ جاری کولې شي كوم به چې د شیډول له مخې د 15 نه تر 17 اکتوبر جمع کولې شي د كومو جانچ پړتال به چې په 22 اکتوبر کيږي،د نامزدګۍ کاغذونو منظورولو يا مسترد کولو په ضد اپیلونه به تر 27 اکتوبر دائر کولې شي او اپیلټ ټربیونل د اړخه به په هغې پريكړه تر 3 نومبر كيږي۔ نظرثانی شوے فهرست به په 4 نومبر جاري کولې شي دغسې د نامزدګۍ کاغذونه به تر 5 نومبر بيرته اخستلے شي۔كانديدانو ته به انتخابي نښې په 6 نومبر الاټ كولې شي دغسې پولنګ به په 23 نومبر کيږي۔ډسټركټ الیکشن کمشنر هري پور ذیشان خان ډسټرکټ ریټرننګ آفیسر تعینات کړے شوے دے۔










