اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د پوليو مخنيوي فوكل عائشه رضا فاروق وئيلي دي پاكستان كښې د تير كال په مقابل كښې د وائرس موجودګۍ كښې په مجموعي توګه كمے راغلے خو زمونږ مزل لا ختم شوے نه دے،په خاص توګه د اوسني سېلاب نه پس د پوليو خپرويدو زيات خطر دے۔ماشومان د پوليو څخه بچ كول زموڼږ شريكه ذمه واري ده۔ د نېشنل ايمرجنسي آپريشن …
پاكستان كښې د تير كال په مقابله كښې د پوليو وائرس كښې په مجموعي توګه كمے راغلے۔عائشه رضا فاروق

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د پوليو مخنيوي فوكل عائشه رضا فاروق وئيلي دي پاكستان كښې د تير كال په مقابل كښې د وائرس موجودګۍ كښې په مجموعي توګه كمے راغلے خو زمونږ مزل لا ختم شوے نه دے،په خاص توګه د اوسني سېلاب نه پس د پوليو خپرويدو زيات خطر دے۔ماشومان د پوليو څخه بچ كول زموڼږ شريكه ذمه واري ده۔ د نېشنل ايمرجنسي آپريشن سينټر د اړخه جاري بيان له مخې په ټول هېواد كښې په 159 ضلعو كښې 7 ورځنې د پوليو مخنيوي قامي كمپائن پېل شوے۔د كمپائن په مهال به 4 كروړه 50 لكهه څخه زياتو ماشومانو له د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي،دغسې چې ماشومان د ټول عمر معذورۍ څخه محفوظ شي۔دې نه ځانله د ماشومانو قوتِ مدافعت قوي كولو له هغوې له د پوليو ويكسين سره سره د وټامن اے اضافي خوراك هم وركړے كيږي۔1994 كښې د پاكستان د پوليو مخنيوي پروګرام پېل نه تر اوسه كور په كور د پوليو ويكسي نېشن كمپئانونو په نتيجه كښې د پوليو كلنه كيسونو كښې 99.6 فيصد كمے راغلے،كوم چې د 20,000 كلنه كيسونو څخه په كميدو كال 2024 كښې 74 پاتي شوي او سږ كال تر اوسه 29 كيسونه رپورټ شوي دي ۔نېشنل ايمرجنسي آپريشنز سينټر او شراكت دارو ادارو په ټول هېواد كښې د 4 لكهه څخه زيات تربيه لرنكې پوليو وركرز متحرك كړې دي،كوم چې كور په كور ماشومانو له د پوليو مخنيوي څاڅكي وركوي۔دا كمپائن به د 13 نه تر 19 اكتوبر د هېواد په ټولو برخو كښې روان وي دغسې د جنوبي خېبر پښتونخوا 7 ضلعو كښې به دا كمپائن د 20 نه تر 23 اكتوبر كولې شي۔










