پاكستان او د افغانستان ترمينځه تاؤ ترېښوالے، د هند ګوداګۍ ميډيا د خپلو ناوړه عزائمو لپاره فيك او د اے آئي د لارې جعلي ويډيوز جوړوي

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان او افغانستان ترمينځه د تاؤ ترېښوالي په مهال د هند منفي ډنډوره په ډاګه شوې ده ،د هند ګوداګۍ ميډيا د پاك افغان تاؤ ترېښوالي كښې د دروغو او ډنډورو د لارې يو ځل بيا متحرك ده ۔ تفصيلات له مخې د هند ګوداګۍ ميډيا د خپلو ناوړه عزائمو لپاره فيك او د اے آئي د لارې جعلي ويډيوز جوړولو كښې …

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان او افغانستان ترمينځه د تاؤ ترېښوالي په مهال د هند منفي ډنډوره په ډاګه شوې ده ،د هند ګوداګۍ ميډيا د پاك افغان تاؤ ترېښوالي كښې د دروغو او ډنډورو د لارې يو ځل بيا متحرك ده ۔ تفصيلات له مخې د هند ګوداګۍ ميډيا د خپلو ناوړه عزائمو لپاره فيك او د اے آئي د لارې جعلي ويډيوز جوړولو كښې بوښت ده، ګوداګۍ ميډيا د شمالي وزيرستان وګړي عادل داوړ شهيد ګرځولے دے۔ شهري عادل داوړ ويډيو پيغام كښې پخپله د ټولو دروغو او ادعاګانو رد كولو سره ووئيل زما نوم عادل داوړ دے او زه د شمالي وزيرستان څخه سياسي و سماجي وركر يم،د هند ميډيا زما د آرټيفيشل انټيلي جنس جوړ عكس چلوې۔هغه ووئيل د اے آئي د لارې ما ته وردي اچولې شوې او زه يو ميچر ښودلے شوے يم،د هند ميډيا زما جعلي عكس سره دا وائي چې دا په پاك افغان پوله شهيد شوے،زه د شمالي وزيرستان يو وګړے يم،د هند د پاكستان په ضد فيك ډنډوره د صحافت او صحافتي اصول توهين دے۔ ګوداګۍ ميډيا د دروغو خبرونو او منظم ډنډورې لپاره د حقائق مسخ كولو تسلسل جاري ساتلے، د پهلګام فالس فليګ آپريشن په مهال هم ګوداګۍ ميډيا د جعلي عكسونو د لارې ډنډورې كړې وې ۔

مزید خبریں