اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ ډلي په برتانيه كښې شوي كيمبرين پيټرول مشق- 2025 كښې ګولډ ميډل ترلاسه كړے۔د ګل په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر) د اړخه جاري شوې بيان له مخې د پاكستان آرمي ډلي 03 نه تر 13 اكتوبر 2025 ويلز برتانيه كښې شوې ايكسرسائز كيمبرين پيټرول - 2025 كښې ګولډ ميډل ترلاسه كړے ۔دا ايكسرسائز …
د پاك پوځ ډلي په برتانيه كښ د كيمبرين پيټرول مشق – 2025 كښې ګولډ ميډل ترلاسه كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ ډلي په برتانيه كښې شوي كيمبرين پيټرول مشق- 2025 كښې ګولډ ميډل ترلاسه كړے۔د ګل په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر) د اړخه جاري شوې بيان له مخې د پاكستان آرمي ډلي 03 نه تر 13 اكتوبر 2025 ويلز برتانيه كښې شوې ايكسرسائز كيمبرين پيټرول – 2025 كښې ګولډ ميډل ترلاسه كړے ۔دا ايكسرسائز كيمبرين پيټرول 66 كلونو راهسې كيږي ، مشق كښې پيشه وره معيار برقرار ساتلے شوے۔د ټولي نړۍ څخه مشق كښې ګډون كوونكو ته په لوړه ژوره سيمه كښې د تګلارې تر مخه مخ په وړاندې تلل وي، د 48 ساعتو په مهال 60 كلوميټره مزل كولو سره هغوي مسابقتي ماحول كښې په ماهرانه ډول خپل اهداف سر كړو ۔سږ كال مشق كښې د 36 هېوادونو 137 ډلو برخه اخستي او په ټولو ډلو كښې د كيپټن محمد سعد په قيادت كښې د پاك پوځ ډلي په مشق كښې غير معمولي كاركردګۍ ښودلې او ګولډ ميډل يې ترلاسه كړو ۔ آئي اېس پي آر وئيلي دي دا د ټول قام او پاك پوځ لپاره د وياړ لمحه ده كوم چې د خپلي پيشه وره پوهې او د تربيت اعليٰ معيار لپاره پيژندلے كيږي۔پاك پوځ عمر له د هېواد بيرغ هسك ساتلے او سباؤن كښې به هم خپلې هڅي رواني ساتي۔










