وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ او مصر صدر عبدالفتاح السيسي په خصوصي بلنه شرم الشيخ ته ورسيد

شرم الشيخ 13 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ او مصر صدر عبدالفتاح السيسي په خصوصي بلنه د مصر ساحلي ښار شرم الشيخ ته رسيدلے دے،هوائي ميدان ته په رسيدو د مصر د يوتھ او سپورټس وزير ډاكټر اشرف صبيحي،مصر كښې د پاكستان سفير عامر شوكت او د دواړو هېوادونو اعلي سفارتي عملې د وزير اعظم هركلے وكړو۔د ګل په ورځ د پي …

شرم الشيخ 13 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ او مصر صدر عبدالفتاح السيسي په خصوصي بلنه د مصر ساحلي ښار شرم الشيخ ته رسيدلے دے،هوائي ميدان ته په رسيدو د مصر د يوتھ او سپورټس وزير ډاكټر اشرف صبيحي،مصر كښې د پاكستان سفير عامر شوكت او د دواړو هېوادونو اعلي سفارتي عملې د وزير اعظم هركلے وكړو۔د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف به شرم الشيخ كښې كيدونكي غزه كښې د جنګ بندۍ لپاره د شرم الشيخ امن مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔نائب وزيرِ اعظم او خارجه وزيرِ محمد اسحاق ډار او د اطلاعات او خپرونو وزيرِ عطاء الله تارړ د وزيرِ اعظم سره پلاوي كښې شامل دي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف به د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ، مصر صدر عبدالفتاح السيسي، د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني او تركيې صدر رجب طيب اردوان ترمينځه د غزه امن لاظنامه لاس ليك دستوره كښې په خاص توګه ګډون كوي۔

مزید خبریں