غزه امن منصوبه مينځني ختيز كښې د تل پاتي امن پلو يو مهم ګام دے،د صدر ډونلډ ټرمپ په خاص پام لرنه په غزه كښې د روان قتل و غارت مخ نيوے ممكن شو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

شرم الشيخ 13 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي غزه امن منصوبه مينځني ختيز كښې د تل پاتي امن پلو يو مهم ګام دے،د صدر ډونلډ ټرمپ په خاص پام لرنه په غزه كښې د د روان قتل و غارت مخ نيوے ممكن شوے،د نن دستوره د نسل كشۍ باب خاتمه په ګوته كوي، بايد نړيواله ورورولي دا باوري كړي چې داسې باب بيا چرته ونه …

شرم الشيخ 13 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي غزه امن منصوبه مينځني ختيز كښې د تل پاتي امن پلو يو مهم ګام دے،د صدر ډونلډ ټرمپ په خاص پام لرنه په غزه كښې د د روان قتل و غارت مخ نيوے ممكن شوے،د نن دستوره د نسل كشۍ باب خاتمه په ګوته كوي، بايد نړيواله ورورولي دا باوري كړي چې داسې باب بيا چرته ونه پرانستلے شي۔د ګل په ورځ د سماجي رابطې په ويب سائټ’’ ايكس‘‘ په خپل پوسټ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل الحمدلله د شرم الشيخ كښې په تاريخي غزه امن منصوبے د لاس ليك دستوره كښې ګډون لپاره راغلے يم كوم چې مينځني ختيز كښې د امن پلو يو مهم اقدام دے،د مصر صدر عبدالفتاح السيسي او امريكې صدر ډونلډ ټرمپ كوم چې د دې امن لوظ نامې مشرۍ غونډې شريك كورباڼه دې د هغوې مننه كوم۔ وزيراعظم ووئيل د صدر ډونلډ ټرمپ ښه قيادت او غير متزلزل عزم نه غير مونږ دا تاريخي لمحه نه شوه كتلې،د هغوي خصوصي پام لرني په سوب نن په غزه كښې د روان قتل و غارت مخنيوې ممكن شوے۔ده ووئيل دا دستوره د نسل كشۍ يو باب خاتمه په ګوته كوي۔ بايد نړيواله ورورولي دا باوري كړي چې داسې باب بيا چرې ونه پرانستلے شي۔ وزيراعظم ووئيل بهادر او ثابت قدمه فلسطينيان د 1967 څخه وړاندې پولو له مخې يو آزاد فلسطين كښې د پاتې كيدو پورا حق لري د كوم پايه تخت چې القدس شريف وي۔

مزید خبریں