وزيراعظم محمد شهباز شريف د امرېكې جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ او د مصري صدر عبدالفتاح السيسي په بلنه د غزه امن لوظ نامې لاس ليك دستوره كښې ګدون له شرم الشيخ ته روان شو

لاهور 13 اكتوبر (اے پي پي )وزيراعظم محود شهباز شريف د امرېكې جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ او د مصري صدر عبدالفاح السيسي په خاص بلنه د غزه امن لوظ نامه دستوره كښې ګدون لپاره شرم الشيخ ته روان شو چرته چې به هغه د جنګ بندۍ لپاره د شرم الشيخ امن لپاره غونډه كښې ګدون كوي ۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار او د اطلاعات وفاقي وزير …

لاهور 13 اكتوبر (اے پي پي )وزيراعظم محود شهباز شريف د امرېكې جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ او د مصري صدر عبدالفاح السيسي په خاص بلنه د غزه امن لوظ نامه دستوره كښې ګدون لپاره شرم الشيخ ته روان شو چرته چې به هغه د جنګ بندۍ لپاره د شرم الشيخ امن لپاره غونډه كښې ګدون كوي ۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار او د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ هم د وزيراعظم سره پلاوي كښې شريك دي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر د ميډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم د امرېكې جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ ٬ د مصري صدر عبداالفاتح السيسي ٬ د قطر امير شيه تميم بن الثاني ٬ د تر كيه صدر رجب طيب اردوان او د نورو نړيوالو لارښودو په موجودګۍ كښې به د غزه امن لوظ نامه د لاس ليك دستوره كښې ګډون كوي۔ پهش رم الشيخ كښې د امن سر مشريزه غونډه د صدر ټرمپ ٬ د وزيراعظم شهبازش ريف او د عرب اسلامي لارښودو د ملګرو ملتونو په د جنرا اسكبلۍ په مهال د غزه جنګ بندۍ ږپاره د كړو خاص هلو ځلو نتيجه ده۔ د شريېكې اعلاميې د لارې د وزيراعظم پشمول د دې هېوادونو مشرانو د امركې صدر ډونلډ ټرمپ په غزه كښې د تل پاتي جنګ بندۍ او د منطقې ترقۍ لپاره د منصوبې هر كلے كړے ے٬ د وزيراعظم شريم الشيخ امن غونډه كښې ګډون د پاكستان د فلسطنيانو د حقونو لپاره د غږ پورته كولو او د هغوتي هر ډول سياسي او سفارتي مړستې وركولو عكاسي كوي۔ پاكستان دا هيله لري چې د امن سرمشريز غونډه او په دغې كښې د لاس ليك نه كېدونكې لوظ نامې نه پس به غزه كښې روان جنګ او د ظلمونو لړۍ ختمه شي او د اسرائيل پوځ به ستون شي۔ د بيان تر مخه پاكستان هيله لري چې د داسې ګامونو څخه به نه يوازې مينځني ختيز كښې تل پاتي امن راشي بلكې د ملګرو ملتونو قراردادونو تر مخه او د فلسطنيانو د خوښې مطابق به يو خپلواكه د فلسطين رياست جوړ شي د كوم پولې به چې د 1967 نه د وړاندې صورتحال تر مخه وي۔ او القدس شريف به د دغې پايه تخت وي۔

مزید خبریں