پېښور 12 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ انتخاب لپاره پاکستان تحریك انصاف (پی ټی آئی)، پاکستان مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند (پي پي پي) او جمیعت علمائے اسلام (ف) کانديدانو د نامزدګۍ خپل کاغذونه جمع کړ دي۔د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سیکرټریټ له مخې د نوي وزیراعلیٰ انتخاب لپاره کاغذونه د پی ټی آئی د اړخه سهیل آفریدی، د پی اېم ایل-این د اړخه سردار شاہ جهاں …
د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ انتخاب لپاره كانديدانو د د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړل

مزید خبریں
پېښور 12 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ انتخاب لپاره پاکستان تحریك انصاف (پی ټی آئی)، پاکستان مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند (پي پي پي) او جمیعت علمائے اسلام (ف) کانديدانو د نامزدګۍ خپل کاغذونه جمع کړ دي۔د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سیکرټریټ له مخې د نوي وزیراعلیٰ انتخاب لپاره کاغذونه د پی ټی آئی د اړخه سهیل آفریدی، د پی اېم ایل-این د اړخه سردار شاہ جهاں یوسف، د جے یو آئی-ف د اړخه مولانا لطف الرحمن او د پی پی پی د اړخه ارباب زَرك د وزیراعلی انتخاب لپاره نامزد کړې شوي۔ټولو كانديدانو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سیکرټری سره خپل د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړې دي۔ عوامی نېشنل ګوند (اے این پی) د نامزدګۍ کاغذونه نه دي جمع كړي۔د اے این پی وياند انجینئر احسان اللہ له مخې زمونږ ګوند د وزیراعلیٰ په انتخاب کښې د اسمبلۍ سېشن كښې برخه نه اخلي۔ انجینئر احسان اللہ ووئيل اے این پی به د څه هارس ټریډنګ برخه نه ګرځي او نه د پی ټی آئی نامزد امیدوار سهیل آفریدی حمایت کوي۔بل پلو اپوزیشن ګوندونو د نوي وزیراعلیٰ په انتخاب ګوته پورته كړي ځكه چې ګورنر تر اوسه د علی امین ګنډاپور استعفیٰ نه ده منظور كړي۔په دې لړ كښې د جے یو آئی-ف پارلیمانی لیډر او د وزیراعلیٰ امیدوار مولانا لطف الرحمن ووئيل چونکه ګورنر استعفیٰ قبول كړې نه ده ځكه دا انتخابی عمل غیر آئینی دے۔ خو امیدوار راوړاندې كول زمونږ جمهوری حق دے او اپوزیشن به يو متفقہ امیدوار راولي۔د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود او وفاقی وزیر انجنیئرامیر مقام ووئيل ګورنر ته استعفیٰ ترلاسه شوي او هغه به د قانون له مخې په دې کارروائی کوي۔ده پوښتنه وكړه چې پی ټی آئی د اپوزیشن ګوندونو سره په څه خبره ويريږي ؟ امیر مقام ووئيل پی ټی آئی دا معامله متنازع كولو هڅه كوي،كه د يو وزیراعلیٰ د استعفیٰ عمل نه وي بشپړ شوے نو بل څنګه منتخب كيدے شي۔؟










