وزيراعظم شهباز شريف به د مصر او امريکي صدرانو په بلنه په 13 اکتوبر د مصر دوره کوي

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف به د مصر صدر عبد الفتاح السيسي او امريکې صدر ډونلډ ټرمپ په بلنه په 13 اکتوبر د مصر دوره کوي چرته به چې هغه شرم الشيخ ښار كښې د امن مشرانو په غونډه كښې ګډون او غزه كښې روان سنګين صورتحال خاتمے لپاره ترسره شوې امن معاهدے لاس ليك دستوره كښې كډون كوي،نائب وزيرِ اعظم او خارجه وزير …

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف به د مصر صدر عبد الفتاح السيسي او امريکې صدر ډونلډ ټرمپ په بلنه په 13 اکتوبر د مصر دوره کوي چرته به چې هغه شرم الشيخ ښار كښې د امن مشرانو په غونډه كښې ګډون او غزه كښې روان سنګين صورتحال خاتمے لپاره ترسره شوې امن معاهدے لاس ليك دستوره كښې كډون كوي،نائب وزيرِ اعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او نور سينئر وزيران به هغه سره ملګري وي۔د اتوار په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې شرم الشيخ امن مشرانو غونډه د هغه د سفارتي هڅو نتيجه ده۔په 23 ستمبر د امريکې په مشرۍ كښې شوېي غونډه كښې د پاکستان وزيرِ اعظم د عرب او اسلامي هېوادونو مصر، اردن، قطر، سعودي عرب، متحده عرب امارات، انډونيزيا او ترکيې لارښودو سره ګډون كړې وو،چې پكښې په غزه كښې د امن په امکانات د خيالاتو څرګندونه شوې وه۔د دغه هېوادونو نه پس يوه شريكه اعلاميے كښې صدر ټرمپ د امن هڅي ستائلي او امريکې سره په ګډه د يو كوټلې جنګ بندۍ ترلاسه كولو او غزه كښې انساني بحران خاتمے لپاره مرستي رواني ساتلو د عزم پخلے شوې۔ وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په غونډه كښې د پاکستان ګډون د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حقِ او د هغوې د جائز موقف تاريخي او مستقل حمايت څرګندونه ده۔ پاکستان هيله لري چې شرم الشيخ غونډه به په بشپړه ډول د اسرائيلي انخلا، فلسطينيانو تحفظ، د هغوې د بے كوره كولو خاتمے، بنديوانو خوشي كولو ، انساني بحران ازالے او غزه تعميرِ نو لپاره عملي پيش رفت سبب وګرځي،پاکستان دا هم هيله څرګنده كړي چې دا هڅه به يو مؤثره سياسي عمل مخ په وړاندې بوتللو كښې مرستياله وګرځيچې مقصد ئې د 1967ء څخه وړاندې پولو له مخې د ملګرو ملتونو قراردادوں او عرب امن اقدام په رڼا كښې القدس الشريف پايه تخت جوړولو سره يو آزاد او د عمل وړ فلسطيني رياست جوړول ممکن كړي۔

مزید خبریں