درې اړخيزه سپيکرانو غونډه كښې كډون لپاره د ترکيې سپيکر نعمان کورتولموش اسلام آباد ته راورسيد،په هوائي ميدان تود هركلے

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) درې اړخيزه سپيکرانو غونډه كښې كډون لپاره د ترکيې سپيکر نعمان کورتولموش اسلام آباد ته رارسيدلې۔د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د اسلام آباد په هوائي ميدان د هغه تود هركلے وكړو۔د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر د ترکيې سپيکر هركلے وكړو او هغه له ئې د ګلونو ډالۍ …

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) درې اړخيزه سپيکرانو غونډه كښې كډون لپاره د ترکيې سپيکر نعمان کورتولموش اسلام آباد ته رارسيدلې۔د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د اسلام آباد په هوائي ميدان د هغه تود هركلے وكړو۔د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر د ترکيې سپيکر هركلے وكړو او هغه له ئې د ګلونو ډالۍ وركړه۔سپيکر سردار اياز صادق او د ګرينډ نېشنل اسمبلي آف ترکيه سپيکر نعمان کورتولموش ترمينځه ملاقات وشو۔په دې موقع سپيکر سردار اياز صادق ووئيل درې اړخيزه غونډه كښې د هغه ګډون زمونږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده، د پاکستان او ترکيې اولس د اخوت، مينې او ملګرتيا خپلولي لري،د پاکستان اولس د ترکيې اولس خپلو وروڼه ګڼي۔ده ووئيل دواړه هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل سره ولاړ وي،پاکستان او ترکيې عمر له په نړيوال او سيمه ايز فورمز د يو بل د مؤقف تائيد کړې دے۔ ترکيې سپيکر ووئيل په تود هركلي كولو د پاکستان پارليمان او اولس مننه كوم۔ده ووئيل پاکستان او ترکيې اولس يو زړه دوه بدنونه دي، پاکستان خپل دويم كور ګڼو۔دواړه هېوادونه خپلو كښې د خلوص او ملګرتيا خپلولي لري۔ده ووئيل پاکستان ته په راتګ خوشحاله شوې يم۔

مزید خبریں