اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزير اعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي په پاك افغان پوله رامخې ته شوے اوسنې پيش رفت د تشويش وړ دے، د افغانستان فورسز په سرحدي سيمو كښې ډزي او بريدونه اشتعال انګيزي ده۔د اتوار په ورځ د سوشل ميډيا په پليټ فارم ’’ايكس ‘‘په خپل پوسټ كښې سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان مناسب ځوابي بريد او …
د افغانستان فورسز په سرحدي سيمو كښې ډزي او بريدونه اشتعال انګيزي ده۔اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزير اعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي په پاك افغان پوله رامخې ته شوے اوسنې پيش رفت د تشويش وړ دے، د افغانستان فورسز په سرحدي سيمو كښې ډزي او بريدونه اشتعال انګيزي ده۔د اتوار په ورځ د سوشل ميډيا په پليټ فارم ’’ايكس ‘‘په خپل پوسټ كښې سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان مناسب ځوابي بريد او كارروائي د طالبانو ډھانچے په نښه كولو او افغان خاوري څخه كار كونكو فتنه الخوارج او فتنه الهندُوستان نومي ترهه ګر عناصر نيوټرلائز كولو لپاره دي۔ده په ډاګه كړه چې زمونږ دفاعي كارروائي د امن خوښو افغانانو په ضد نه دي،طالبان فورسز برعكس مونږ د ځاني زيان څخه بچ كولو لپاره انتهائي احتياط څخه كار اخستے۔اسحاق ډار هيله څرګنده كړه چې د طالبانو حكومت دې د ترهه ګر عناصرو او د هغوې د سهولت كارو په ضد كوټلې اقدامات وكړي كوم چې د پاكستان او افغانستان اړيكي خرابول غواړي۔ده ووئيل پاكستان به د خپلي خپلواكۍ ،سيمه ايزه سلامتيا او د اولس تحفظ له ټول ممكنه اقدامات كوي۔










