وزيراعظم شهباز شريف د افغانستان د اشتعال انګيزۍ ځواب كښې په مؤثره كارروائي د پاك پوځ ستائنه، شهيد شويو 23 امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د افغانستان د اشتعال انګيزۍ په ځواب كښې د پاكستان د اړخه بشپړه او په مؤثر كارروائي او په پاكستان په بريدونو كښې ككړ افغانستان كښې د موجود ترهه ګرو ژالي په كاميابۍ سره په نښه كولو د پاك پوځ ستائنه كولو سره شهيد شويو 23 امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د وزيرِاعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د …

اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د افغانستان د اشتعال انګيزۍ په ځواب كښې د پاكستان د اړخه بشپړه او په مؤثر كارروائي او په پاكستان په بريدونو كښې ككړ افغانستان كښې د موجود ترهه ګرو ژالي په كاميابۍ سره په نښه كولو د پاك پوځ ستائنه كولو سره شهيد شويو 23 امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د وزيرِاعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د دې كامياب كارروائيو په مهال د امنيتي ځواكونو شهيد شويو 23 ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوې لوړو درجو لپاره دعا وكړه او د هغوي د كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د ترهه ګرو په ضد په كارروائيو كښې د ژوبل شويو امنيتي ځواكونو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاك پوح په پيشه وره پوهه فخر كوو،د پاكستان په دفاع به كومه سمجھوتا نه شي كولې او هر اشتعال انګيزۍ بشپړه او مؤثره ځواب به وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاك پوځ عمر له د هر ډول هبرني جارحيت غاښ ماتونكې ځواب وركړې، ټول قوم د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دې۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان څو ځله افغانستان ته د موجود فتنه الخوارج او فتنۃ الهندوستان په شان ترهه ګرو عناصرو په اړه معلومات وركړې دي،كومو به چې د افغانستان د خاوري څخه د پاكستان په ضد كارروائي كوله۔ وزيراعظم ووئيل ترهه ګر تنظيمونو ته افغانستان كښې د موجود عناصرو حمايت ترلاسه دے۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان هيله لري چې افغان دولت به دا خبره باوري كړي چې د افغانستان خاوره به د پاكستان په ضد ترهه ګر عناصر استعمال نه كړي۔

مزید خبریں