پينډۍ 12 اكتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو محكمې وئيلي چې په 11/12 اكتوبر 2025 په شپه د افغانستان طالبانو او د هند حمايت يافته فتنه الخوارج په پاكستان بلا اشتعال بريد كړې،د دې ناوړه بريد په ضد د هېواد د دفاع او سلامتيا په مهال 23 بهادر ځوانان شهيدان شوې دغسې په موثره ځوابي كارروائي كښې 200 څخه زيات طالبان او دې سره تړلې ترهه …
د افغانستان طالبانو او د هند حمايت يافته فتنه الخوارج بلا اشتعال بريد كړې،پاكستان بشپړه ځوابي كارروائي كښې 200 څخه زيات طالبان او ترهه ګر ووژل۔آئي اېس پي آر

مزید خبریں
پينډۍ 12 اكتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو محكمې وئيلي چې په 11/12 اكتوبر 2025 په شپه د افغانستان طالبانو او د هند حمايت يافته فتنه الخوارج په پاكستان بلا اشتعال بريد كړې،د دې ناوړه بريد په ضد د هېواد د دفاع او سلامتيا په مهال 23 بهادر ځوانان شهيدان شوې دغسې په موثره ځوابي كارروائي كښې 200 څخه زيات طالبان او دې سره تړلې ترهه ګر وژلې شوي۔د اتوار په روځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې اعلاميے له مخې د 11 او 12 اكتوبر په شپه دا بريد سرحدي سيمي غير مستحكمولو او ترهه ګرۍ ته ودې وروكولو لپاره شوې دغسې چې فتنه الخوارج ناوړه عزائم تقويت ومومي۔د خپلي دفاع حق استعمالولو سره د پاكستان چمتو ځواكونو د پولې سره سره دا بريد شنډ كړې او طالبانو او هغوې سره تړون لرونكو خوارجو ته ئې لوئ زيان رسولے۔ د ډزو او بريدونو سره سره د چھاپو د لارې د طالبانو كيمپونه، ترهه ګرو تربيتي تنصيبات او افغان خاوري څخه آپريټ كونكې سهولتي نيټ وركس په نښه كړې شوي،چې پكښې فتنه الخوارج ، فتنه الهندوستان او آئي اېس كے پي او داعش سره تړلي عناصر شامل ؤ۔د وګړو ځاني حفاظت او غير ضروري زيان څخه بچ كيدو لپاره ټول ممكنه اقدامات شوې دي۔د آئي اېس پي آر له مخې د دې عملياتو په نتيجه كښې د پولې سره سره د طالبانو ګڼ شمير ژالي تباه كړې شوي۔افغان پولې پورې غاړه د دښمن په 21 پوستو قبضه شوي او د پاكستان په ضد د بريدونو منصوبه بندي او سهولت كارۍ لپاره استعماليدونكي د ترهه ګرو ګڼ تربيتي كيمپونه ناكاره كړې شوي۔ټوله شپه د نښتو په مهال 23 بهادر پاكستاني ځوانانو د خپل هېواد د سيمه ايزي سلامتيا دفاع كولو سره شهيدان شوې دغسې په دې مهال 29 ځوانان ژوبل شوې دي۔د باور وړ انټيلي جنس اندازو او زيانونو جائزے له مخې 200 څخه زيات طالبان او هغوې سره تړون لرونكي ترهه ګر وژلې شوي،دغسې د ژوبل كسانو شميره دې څخه زياته ده۔د آئي اېس پي آر له مخې د طالبانو پوستو، كيمپونو، هيډكوارټرز او ترهه ګرو سهولتي نيټ وركس ته په پراخه توګه زيان رسيدلې۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاكستان وسله وال ځواكونه سيمه ايزي سلامتيا، د اولس د مال او ځان حفاظت لپاره هر وخت چمتو دي۔د هېواد د سيمه ايزي سلامتيا دفاع لپاره لوظي يو او څوك چې هم زمونږ سلامتيا خطر سره مخ كوي،هغوې له به ماتے وركولې شي۔آئي اېس پي آر له مخې د پاكستان اولس د تشدد او جارحيت په ځائې تعميري سفارت كارۍ او خبرو اترو ته ترجيح وركوي،خو مونږ د افغانستان خاروه د پاكستان په ضد د ترهه ګرۍ لپاره استعمالولو غداري زغملے نشو۔د آئي اېس پي آر له مخې مونږ تشويش لرو چې دا سنګين اشتعال انګيزي د طالبانو د خارجه وزير د هند دورے په مهال شوې، كوم چې سيمه كښې د ترهه ګرغ تر ټولو لوئ سرپرست دے۔د سيمې امن او سلامتيا په ګټه مونږ د طالبانو حكومت څخه غوښتنه كوو چې د خپلي خاوري څخه آپريټ كيدونكي ترهه ګرو ډلو او په خاص توګه فتنه الخوارج، فتنه الهندوستان او آئي اېس كے پي او داعش په ضد سمدستي او د تصديق وړ اقدامات وكړي۔كه داسې ونه شوه نو پاكستان به د خپل اولس د دفاع حق استعمالولو سره د ترهه ګرۍ اهداف پرله پسې ناكاره كوي۔ آئي اېس پي آر له مخې د طالبانو حكومت دې كومه غلط فهمي پرېښودلو سره د افغانانو ښېګړے ، امن، خوشحالۍ او پرمختګ ته پام لرنه وكړي۔تيره شپه پېښه د پاكستان د اوږدې مودې راهسې موقف تصديق كوي چې د طالبانو حكومت په فعاله ډول د ترهه ګرو سهولت كاري كوي۔آئي اېس پي آر خبردارې وركړو چې كه د طالبانو حكومت د هند سره په ګډه سيمه غير مستحكمولو د لنډې مودې مقصدونو لپاره د ترهه ګر تنظيمونو سرپرستي روانه ساتي نو د پاكستان اولس او رياست به تر هغه وخت آرام سره نه كېښني تر څو چې افغانستان څخه د ترهه ګرۍ لعنت په بشپړه توګه ختم نه كړې شي۔










