اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د افغانستان فورسز د اړخه د پاكستان په خاروه د بلااشتعال ډزو كولو پېښو غندنه كولو سره وئيلي چې پاكستان عمر له د تحمل څخه كار اخستے،په خپلواكۍ او د وګړو په سلامتيا به كومه سمجھوته نه شي كولې، د پاكستان بهادر فورسز د خپل سمدستي او مؤثره ردعمل څخه ثابته كړې چې كومه هم اشتعال …
پاكستان عمر له د تحمل څخه كار اخستے،په خپلواكۍ او د وګړو په سلامتيا به كومه سمجھوته نه شي كولې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د افغانستان فورسز د اړخه د پاكستان په خاروه د بلااشتعال ډزو كولو پېښو غندنه كولو سره وئيلي چې پاكستان عمر له د تحمل څخه كار اخستے،په خپلواكۍ او د وګړو په سلامتيا به كومه سمجھوته نه شي كولې، د پاكستان بهادر فورسز د خپل سمدستي او مؤثره ردعمل څخه ثابته كړې چې كومه هم اشتعال انګيزي به زغملے نشي۔جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل د افغانستان عمل د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي او سيمه ايز امن لپاره خطر دے۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د افغانستان فورسز د اړخه په شهري آبادۍ ډزي كول د نړيوالو اصولو او انساني همدردۍ ضوابط ښكاره خلاف ورزي ده۔ده ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه په بشپړه توګه چمتو او د كوم هم جارحيت ځواب وركوي،افغانستان له مناسب او متناسب ځواب وركړې كيږي۔ده ووئيل د افغانستان فورسز د اړخه اوسنې تاؤ ترېښوالې د پاكستان ‘ازلي دشمن’ اثر و رسوخ نتيجه معلوميږي،كوم چې سيمه د غير مستحكمولو هڅه كوي،افغانستان چې د كوم اوور سره لوبي كوي،دا زمونږ د دښمن سره ژور تعلقات لري كوم چې عمر له د پاكستان استحكام ته د زيان رسولو هڅه كوي۔خارجي جارحيت په مقابله كښې د قومي يووالي تصديق كولو سره محسن نقوي ووئيل د پاكستان اولس د خپلو وسله والو سره ولاړ دې۔ ده قوم د خپلو محافظو په شا’’فولادي ديوال‘‘ وګرځولو۔










