اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم پاكستان كيش ليس پاكستان سټرټيجكي روډ ميپ ترمخه تر جون 2026 ډيجيټل لين دين لپاره فعاله سوداګرو هدف به د 5 لكهه څخه زياتولو سره 15 لكهه ته رسولې شي، بے نظير انكم سپورټ پروګرام مستفدين به ډيجيټل والټ كښې بدلولې شي،ټول جي ټو جي او پي ټو جي به ډيجيټل ادائيګيو كښې بدلولې شي۔د خزاني وزارت ذريعو له مخې ډيجيټل …
د بے نظير انكم سپورټ پروګرام مستفدين به ډيجيټل والټ ته منتقل كولې شي۔ د خزاني وزارت

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم پاكستان كيش ليس پاكستان سټرټيجكي روډ ميپ ترمخه تر جون 2026 ډيجيټل لين دين لپاره فعاله سوداګرو هدف به د 5 لكهه څخه زياتولو سره 15 لكهه ته رسولې شي، بے نظير انكم سپورټ پروګرام مستفدين به ډيجيټل والټ كښې بدلولې شي،ټول جي ټو جي او پي ټو جي به ډيجيټل ادائيګيو كښې بدلولې شي۔د خزاني وزارت ذريعو له مخې ډيجيټل لين دين زيات د رسني وړ،محفوظ او آسانولو لپاره د وزيراعظم كيش ليس سټريټيجكي روډ ميپ ترمخه ځيني مهم اهداف او كاميابۍ ترسره شوې چې له مخې به ئې تر جون 2026 ډيجيټل لين دين لپاره فعال سوداګرو كښې موجوده 5 لكهه شميره زياتولو سره 15 لكهه ته رسولې شي۔تر جون 2026 ډيجيټل ټرانزيكشنز د كال 7 نيم اربه څخه زياتولو سره تر 15 اربه رسولې شي۔دې نه ځانله ډيجيټل انډيكس پېل او هغه ټريك كول،په سټيزن اسلام آباد ايپ د استعمال كيسز بشپړه ډيجيټائزيشن كول شامل دې۔د دې اهداف له مخې ډيجيټل نېشن پاكستان اتھارټي به فعاله كولې شي۔په ټول حكومتي كچه او پي 2 جي به ډيجيټل ادائيګيو كښې بدلولې شي۔دې نه ځانله د دې اهداف ترمخه بےنظير انكم سپورټ پروګرام مستفدين به ډيجيټل والټ كښې بدلولې شي۔










