د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د افغانستان جارحيت په زړه پورې ځواب وركولو پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په پاك افغان پوله د افغانستان د بلا اشتعال جارحيت غندنه كولو سره پاك پوځ له په زړه پورې ځواب وركولو پيرزوئنې وړاندې كړي دي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ميډيا آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل په شهري آبادۍ د افغانستان ځواكونو ډزي د نړيوال قوانين او انساني حقوق ښكاره خلاف ورزي …

اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په پاك افغان پوله د افغانستان د بلا اشتعال جارحيت غندنه كولو سره پاك پوځ له په زړه پورې ځواب وركولو پيرزوئنې وړاندې كړي دي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ميډيا آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل په شهري آبادۍ د افغانستان ځواكونو ډزي د نړيوال قوانين او انساني حقوق ښكاره خلاف ورزي ده، د افغانستان اشتعال انګيزي سيمه كښې امن او استحكام لپاره خطر دے،ټول قوم د پاك پوځ سره ولاړ دے۔ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چا له به هم د پاكستان په سلامتيا او خپلواكۍ د بريد اجازه نه شي وركولې،د هېواد دفاع لپاره پاك پوځ هر وخت چمتو دے۔ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل پاكستان عمر له د يو امناكه، مستحكم او خوشحال افغانستان حمايت كړې دے،پاكستان د تيرو څلورو لسيزو راهسې 40 لكهه څخه زياتو افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل پاكستان يو امناكه هېواد دے او د چا په ضد هم جارحانه عزائم نه لري،د پاكستان صبر دې كمزوري ونه ګڼلے شي،فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاك پوځ د كوم هم جارحيت د ځواب ورولو بشپړه صلاحيت لري۔ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد ترهه ګرۍ كښې استعماليږي،د پاك پوځ په موجودګۍ كښې كوم هم دښمن د پاكستان پلو په خرابه سترګه د كتلو جرات نه شي كولې۔

مزید خبریں