د پاكستان په دفاع به كومه سمجھوتا نه كيږي،د هر ډول اشتعال انګيزۍ به بشپړه او كوټلې ځواب وركولې شي۔وزيراعظم شهباز شريف

لاهور 12 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د افغانستان د اړخه د پاكستان سرحدي سيمو كښې د اشتعال انګيزۍ سخته غندنه كولو سره په كوټلي او بشپړه ډول كارروائي كولو پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د پاكستان په دفاع به كومه سمجھوتا نه شي كولې، د هر ډول اشتعال انګيزۍ به بشپړه ځواب وركولې شي۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ …

لاهور 12 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د افغانستان د اړخه د پاكستان سرحدي سيمو كښې د اشتعال انګيزۍ سخته غندنه كولو سره په كوټلي او بشپړه ډول كارروائي كولو پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د پاكستان په دفاع به كومه سمجھوتا نه شي كولې، د هر ډول اشتعال انګيزۍ به بشپړه ځواب وركولې شي۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د پاك پوځ پيشه وره پوهه ستائلو سره وئيلي چې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په قيادت كښې پاك پوځ د افغانستان د اشتعال انګيزۍ نه يواځې ځواب وركړې بلكه د هغوې ګڼي پوستي تباه كولو سره ئې په شا په تنمبولو مجبور كړي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان په دفاع به كومه سمجھوتا نه شي كولې او د هر ډول اشتعال انګيزۍ به بشپړه او كوټلې ځواب وركولې شي۔ده ووئيل زمونږ دفاع په قوي لاسونو كښې ده او مونږ د هېواد د ګوټ ګوټ دفاع كول پيژنو، پاك پوځ عمر له د هر ډول بهرني جارحيت ځواب وركړې دے۔ وزيراعظم ووئيل ټول قوم د پاكستان د سكيورټي فورسز سره ولاړ دې، پاكستان څو ځل افغانستان ته هلته د موجود فتنۃ الخوارج او فتنۃ الهندوستان په شان د ترهه ګرو عناصرو په اړه معلومات وركړې دي كوم چې د افغانستان خاوري څخه د پاكستان په ضد كارروائي كوي، ترهه ګر تنظيمونو ته په افغانستان كښې د موجود عناصرو حمايت ترلاسه دے۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان هيله لري چې د افغانستان عبوري حكومت به دا خبره باوري كړي چې خپله خاوره به د پاكستان په ضد د ترهه ګرو عناصرو لپاره ونه كاروي۔

مزید خبریں