اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي پاكستان د خپلو قومي ګټو، سيمه ايزي خپلواكۍ او سلامتيا تحفظ له لوظي دے، جموں او كشمير په اړه كوم هم متنازعه يا ګمراه كن مؤقف به پاكستان چري هم اونه مني،د هند د اړخه د كشمير په اړه هر غير قانوني دعويٰ د نړيوال قوانين او ملګرو ملتونو قراردادونو په ضد ده۔د اتوار په ورځ د …
پاكستان د خپلو قومي ګټو، سيمه ايزي خپلواكۍ او سلامتيا تحفظ له لوظي دے، جموں او كشمير په اړه كوم هم متنازعه يا ګمراه كن مؤقف به پاكستان چري هم اونه مني۔صدر مملكت آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي پاكستان د خپلو قومي ګټو، سيمه ايزي خپلواكۍ او سلامتيا تحفظ له لوظي دے، جموں او كشمير په اړه كوم هم متنازعه يا ګمراه كن مؤقف به پاكستان چري هم اونه مني،د هند د اړخه د كشمير په اړه هر غير قانوني دعويٰ د نړيوال قوانين او ملګرو ملتونو قراردادونو په ضد ده۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدرِ مملكت آصف علي زرداري د افغانستان د اړخه په جارحيت ردِعمل سره وئيلي چې پاكستان د خپلو قومي ګټو،سيمه ايزي خپلواكۍ او سلامتيا تحفظ لپاره لوظي دے۔ صدرِ مملكت د افسوس څرګندوني سره ووئيل افغان قيادت د مقبوضه جموں او كشمير مظلومه اولس د آزادۍ هلو ځلو څخه مخ اړولو سره تاريخ او امت دواړو سره ناانصافي كړې، د افغانستان عبوري حكومت خاوري څخه فتنه الخوارج بريدونه د ملګرو ملتونو رپورټونو څخه هم ثابت شوې حقيقت دے،پاكستان بيا بيا واضحه كړې چې فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ګټھ جوړ سره پاكستان وګړي او سكيورټي اهلكارو په نښه كوي۔صدرِ مملكت په افغان قيادت زور راوړو چې د پاكستان مخالف ترهه ګرو خاتمے لپاره عملي اقدامات وكړي۔ده ووئيل فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان د سيمي امن او استحكام لپاره تر ټولو لوئ خطر دې،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ شريكه ذمه واري ده،په كوم يو هېواد د هغې بوجھ نه شي اچولې كيدے،پاكستان تر څلور لسيزي د افغانانو كوربتوب كولو سره د اسلامي اخوت او ښه ګاونډيتوب مثال جوړ كړې،د امن بحالۍ سره د افغانانو په عزت سره ستنيدل د دواړو هېوادونو په ګټه دې،پاكستان به د افغانانو تعليمي او انساني ضروريات لپاره مرسته روانه ساتي،پاكستان به په خپله خپلواكۍ كومه سمجھوته ونه كړي۔صدر مملكت ووئيل پاكستان د تجارت، معيشت او رابطو ودې لپاره افغانستان له هر ممكن سهولت وركړې دے،شريكې مرستي او معاشي شراكت د سيمي د كوټلې امن او پرمختګ بنياد دے،پاكستان يو امناكه، مستحكم او سوكاله افغانستان خيرخواه دے،د ورورولۍ اړيكې په شريك احترام، سكيورټي مرسته او سيمي امن سره تړلي دي۔صدر مملكت ووئيل پاكستان هيله لري چې د افغانستان عبوري حكومت به خپله خاوره د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو عناصرو استعمال څخه منع كړي،د ترهه ګرۍ په ضد شريك او عملي اقدامات د اوږدې مودې امن ضمانت دې۔










