لاهور 12 اكتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق، د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين او د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د وزيراعظم د پوليټيكل سيكرټري مراد خان كور ته لاړل،چرته چې هغوې د وزيراعظم د پوليټيكل سيكرټري مراد خان سره د پلار په مړينه لاس نيوه وكړه او د ارواښد بخښني له ئې دعا اوكړه۔په دې موقع …
د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او وفاقي وزيرانو د وزيراعظم د پوليټيكل سيكرټري مراد خان كور ته لاړل،هغه سره ئې د پلار په مړينه لاس نيوه وكړه

مزید خبریں
لاهور 12 اكتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق، د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين او د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د وزيراعظم د پوليټيكل سيكرټري مراد خان كور ته لاړل،چرته چې هغوې د وزيراعظم د پوليټيكل سيكرټري مراد خان سره د پلار په مړينه لاس نيوه وكړه او د ارواښد بخښني له ئې دعا اوكړه۔په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل ارواښاد سواتي خان يو مخلص، وفادار او خدمت كونكې انسان ؤ د هغه خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ده ووئيل د هغه په مړينه پيدا شوې خلا به چرې هم پوره نشي،د هغه د ګوند او اولس لپاره خذمات مثالي حيثيت لري۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل سواتي خان په هر سخت وخت كښې په مړانه د ګوند سره ولاړ وو۔ده ووئڅيل هغه يو اصول خوښې او كردار لرونكې انسان ؤ چا چې خپل سياسي او سماجي ژوند كښې عمر له د وګړو خذمت ته ترجيح كړي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ دعا كوو چې لوے څښتن ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔د قانون وفاقي وزير ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔د ارواښاد د ګوند او اولس لپاره خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔فاتحه خوانۍ كښې د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي، د پنجاب اسمبلۍ غړے رانا طاهر اقبال، سينئر خبريال مجيب الرحمان شامي پشمول نور مهم شخصيات هم موجود وو۔










