اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی ډیرہ اسماعیل خان كښې د پولیس په ټریننګ سنټر د خوارجی ترهه ګرو د بريد غندنه كولو سره وئيلي چې پولیس اهلکارو د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د ترهه ګرو بريد ناكامه كړې دے۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی دخوارجی …
د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی ډیرہ اسماعیل خان كښې د پولیس په ټریننګ سنټرد ترهه ګرو بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی ډیرہ اسماعیل خان كښې د پولیس په ټریننګ سنټر د خوارجی ترهه ګرو د بريد غندنه كولو سره وئيلي چې پولیس اهلکارو د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د ترهه ګرو بريد ناكامه كړې دے۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی دخوارجی ترهه ګرو مقابله كولو سره شهيد شويو 7 پولیس اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ده د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ محسن نقوی د ژوبل اهلکارو زر روغتيا له دعا كولو سره ووئيل پولیس اهلکارو د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره بريد ناكامه كړې۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوی ووئيل د خېبر پښتونخوا پولیس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئ قربانۍ وركړې دي، قوم د خېبرپښتونخوا پولیس بهادر سپاهيانو ته سلام كوي۔










