د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی سره د تبلیغی جماعت پلاوي ملاقات، د تبلیغی جماعت كلني اجتماع په لړ كښې د هر ممکن مرستي باور

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی سره د تبلیغی جماعت اکابرینو پلاوي ملاقات کړې۔پلاوي كښې انوار غنی، اقبال میاں، محمد عامر او زاهد پراچه شامل وو۔د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدری، د اسلام آباد چیف کمشنر او اسلام آباد پولیس آئی جی هم په دې موقع موجود وو۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې …

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی سره د تبلیغی جماعت اکابرینو پلاوي ملاقات کړې۔پلاوي كښې انوار غنی، اقبال میاں، محمد عامر او زاهد پراچه شامل وو۔د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدری، د اسلام آباد چیف کمشنر او اسلام آباد پولیس آئی جی هم په دې موقع موجود وو۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ‎تبلیغی جماعت پلاوي د كورنيو چارو وزير محسن نقوی نومبر میاشت كښې د تبلیغی جماعت كلني اجتماع تیارو په اړه خبر كړو۔د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی د تبلیغی جماعت اکابرینو پلاوي سره خبرو كښې ووئيل د كورنيو چارو وزارت د اړخه د اجتماع کولو په لړ كښې به هر ممکن مرسته كولې شي۔ د تبلیغی جماعت د اکابرینو پلاوي په دې موقع ووئيل تير كال د 108 هېوادونو څخه نزدې 15 زره څخه زيات نړيوالو ګډون كونكو په كلنه اجتماع كښې ګډون كړې ؤ۔ملاقات په آخر د سېلاب ځپليو او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له دعا وشوه۔

مزید خبریں