پاکستان، ترکيه او آذربائيجان اسپيکرانو دريمه درې اړخيزه غونډه به د 12 نه تر 14 اکتوبر اسلام آباد كښې كيږي

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ اسپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ به د 12 نه تر 14 اکتوبر 2025 د پاکستان، ترکيه او آذربائيجان اسپيکرانو دريمي درې اړخيزې غونډي كوربتوب كوي۔په غونډه كښې به د وروڼو هېوادونو ترمينځه پارليماني مرستي ته په وده وركولو او سيمه كښې كوټلي امن ، استحکام او اجتماعي خوشحالۍ په وده غور كولې شي۔د خالي …

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ اسپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ به د 12 نه تر 14 اکتوبر 2025 د پاکستان، ترکيه او آذربائيجان اسپيکرانو دريمي درې اړخيزې غونډي كوربتوب كوي۔په غونډه كښې به د وروڼو هېوادونو ترمينځه پارليماني مرستي ته په وده وركولو او سيمه كښې كوټلي امن ، استحکام او اجتماعي خوشحالۍ په وده غور كولې شي۔د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې به قومي اسمبلۍ اسپيکر سردار اياز صادق نه علاوه ګرينډ نېشنل اسمبلي آف ترکيه اسپيکر نعمان کورتولموش، آذربائيجان ملي مجلس اسپيکره محترمه غفارووا د خپلو خپلو پارليماني پلاويو سره ګډون كوي۔دا درې اړخيزه غونډه د درې واړو هېوادونو ترمينځه رواني پارليماني مکالمے او اداره جاتي مرستي ته وده وركولو په لړ كښې كيږي۔په دې لړ كښې پېل په 2021 كښې د آذربائيجان پايه تخت باکو څخه شوې ؤ چرته چې درې اړخيزه غونډه شوې وه چې پكښې د پارليماني مرستي بنياد اېبښودلې شوې ؤ۔ دويمه غونډه په كال 2022 كښې د ترکيې استنبول ښار كښې شوې وه،چې پكښې د درې واړو هېوادونو ترمينځه پارليماني او اداره جاتي رابطو مستحکمولو ته سلا راغلې وه۔اسلام آباد كښې كيدونكې دا اوسنۍ غونډه د تيرو هڅو تسلسل مخ په وړاندې بوتللو،درې واړو هېوادونو ترمينځه پارليماني اړيكو لا قوي كولو او سيمه ايزو او نړيوالو چيلنجونو قابو موندلو له شريكې تګلاري وضع کولو ته به پام لرنه كولې شي۔

مزید خبریں