انتشار خان ته د خپل ځان علاوه نور څه په نظر نه راځي، هغه د خيبر پختونخوا حكومت ته د ترهه ګرو سره د مرستي وائي، رياست پاكستان كښې د ترهه ګرو ځائې نشته۔عطاء الله تارړ

لاهور 11 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي چې انتشار خان ته د خپل ځان علاوه نور څه په نظر نه راځي، هغه د خيبر پختونخوا حكومت ته د ترهه ګرو سره د مرستي وائي، رياست پاكستان كښې د ترهه ګرو ځائې نشته،د انتشار خوښو خواهش دے چې هېواد كښې حالات خراب كړې شي، رياستِ پاكستان كښې د ترهه ګرو ځائې نشته،زمونږ …

لاهور 11 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي چې انتشار خان ته د خپل ځان علاوه نور څه په نظر نه راځي، هغه د خيبر پختونخوا حكومت ته د ترهه ګرو سره د مرستي وائي، رياست پاكستان كښې د ترهه ګرو ځائې نشته،د انتشار خوښو خواهش دے چې هېواد كښې حالات خراب كړې شي، رياستِ پاكستان كښې د ترهه ګرو ځائې نشته،زمونږ لپاره پاكستان د هر شخصيت څخه مقدم دے، مونږ به د خيبر پختونخوا د غيور اولس قربانۍ بے ځايه بوتللو ته نه پريږدو۔د ترهه ګرۍ خاتمه به كولې شي او د ترهه ګرو سهولت كار به د رسوائي سره مخ كيږي۔د خالي په ورځ ميډآا سره خبرو كښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د تيري يوې اوونۍ په مهال ترهه ګرو د اړخه ګڼي كارروائي شوې دي چې پكښې د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو په مړانه مقابله كړې ، زمونږ بهادر سپاهيان د هېواد د دفاع لپاره شهيدان شوې۔ده ووئيل تحريك انتشار د شهيدانو د قربانو او د هېواد د سلامتيا سره څه غرض نشته،هغوې خېبر پښتونخوا كښې تقسيم پيدا كولو ، حالات خرابولو او ترهه ګرو له په صوبه كښې محفوظ پټن ځايونه وركولو سره غرض لري۔ده ووئيل دا قصه د نن نه ده،تيرو څو لسيزو راهسې د پي ټي آئي باني چيئرمېن او د هغه د ګوند عادت دے چې هغه په ځائې ، سيمه ايز او نړيوال كچه د ترهه ګرو همدرد او د هغوې سهولت كار جوړ شوے۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د پاكستان قوم يواځنې قوم دے د كومو بچو چې د ترهه ګرۍ په ضد لوئ قربانۍ وركړې دي،مونږ هغه څنګه هيرولې شو چې پېښور كښې د اے پي اېس شهيدانو بچو په خپلو وينو داسې تارخ جوړ كړې كوم به چې عمر له ژوندے وي۔ ده د خضدار بس بريد كښې د شويو ماشومانو حواله وركولو سره ووئيل كله چې زه د خبريالانو سره خضدار او كوئټه ته لاړم نيو يو پلار ، د كوم چې درې بچي په دغه پېښه كښې شهيدان شوې وو،بشپړه همت و حوصلے سره وئيل زما ځان هم د پاكستان لپاره قربان دے۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا غيور اولس ځانګړي قربانۍ وركړې دي او پاك پوځ ، سويلين، سوداګرو ، ډاكټرانو، انجينئرانو ، ماشومانو او د ټولني ټولو طبقو قربانۍ وركړې دي۔ده ووئيل كله چې دې قوم د نيشنل ايكشن پلان ترمخه دا عزم وكړو چې ترهه ګرو له ماتې وركولو سره د هېواد څخه ترهه ګري ختمولې شي نو ټول قوم يو موټې شو۔ ضربِ عضب او ردالفساد عملياتو په مهال پاك پوځ ، صوبائي حكومتونو او ټولو رياستي ادارو په ښه ډول خپلي ذمه وارۍ ترسره كړي،چې په نتيجه كښې ئې ترهه ګرۍ له ماتې وركړې شوي۔ده ووئيل هغه يو داسې دور وو چې زمونږ د كركټ ميدان غير آباد وو،د هېواد په هر يو ښار كښې به تقريباً هره ورځ د ترهه ګري پېښې كيدلې،زمونږ علماﺀ، پوځي افسران، ماشومان او عام وګړي به قرباني كيدل۔ پريډ لين جومات كښې په چاؤډنه كښې ريټائرډ پوځيان ، ماشومان او لمونځ كونكي شهيدان شوې۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل ترهه ګر نه كوم دين لري ، نه كوم مذهب، نه كوم رنګ او نه كوم نسل، هغوې يواځې په تشدد، وينې بهاولو او ويري خپرلو باور لري۔ده ووئيل رياستِ پاكستان د كلمهٔ طيبه په نام جوړ شوے۔د پاكستان مطلب څه دے ،لا اله الا الله، په غږ جوړ داسې رياست دے كوم چې نړۍ د يو قوي اسلامي هېواد په توګه مني۔د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل دا هغه كسان دې كوم چې جومات نه پيژني۔د ټولو شهيدانو قربانۍ نن هم ژوندۍ دي،د هغوې د ويني په سر پاكستان يو فلاحي رياست جوړيدو پلو روان دے۔ده ووئيل د لاهور جامعه نعيميه په چاؤدنه كښې نوموړے عالم دين ډاكټر سرفراز نعيمي په خپلو وينو د قربانۍ يوه داستان ليكلے۔د هېواد په بنيادونو كښې د علمائے كرامو وينه شامل ده۔پينډۍ كښې په ټريفك سګنل د آرمي ميډيكل كور جنرل مشتاق شهيد كړې شوي۔دا هغه پېښې دي كومي چې ضربِ عضب او ردالفساد څخه وړاندې رامخې ته كيدلې۔دې نه پس پاك پوځ ځانګړي قرباني وركولو سره ترهه ګر په شا وتنبول، دښمن له ماتې وركړې شوي او هېواد كښې امن راغلې۔دا هغه تاريخ دے كوم به چې عمر له ياد ساتلے شي كله چې تره هګري ختمه شوه،د كركټ ميدان بيا آباد شو او پاكستان د پرمختګ پلو روان شو۔ده ووئيل زندان كښې يو تن د خپل ځن نه علاوه نور څه نه ويني، د هغه پيروكار هغه كسان دي كوم چې غږ پورته كوي چې’’خان نه وي نو پاكستان نشته ‘‘، مونږ په داسې سياست لعنت وايو۔ چرې هم داسې غږ يو ګوند نه دې پورته كړې۔ده ووئيل كله چې محترمه بے نظير بھټو شهيده شوه نو د پيپلز ګوند قيادت د ’’پاكستان كھپے‘‘ غږ پورته كړو او هېواد د استحكام پيغام ئې وركړو۔ د مسلم ليګ (ن) قيادت هم په هر سخت وخت كښې عمر له د پاكستان خبره كړي ۔ د پي ټي آئي باني چيئرمين په دور كښې كله چې زمونږ ټول ګوند په زندانونو كښې ؤ ، شهباز شريف ، څوك چې د هغه وخت د مخالفي ډلي مشر وو، پارليمنټ په ايوان كښې ودريدلو سره وئيلي وو چې مونږ د هېواد په ګټه ميثاقِ معيشت كول غواړو۔دا د هغه ښه لوئ كردار وو۔د ټولو سياسي انتقام او اختلافات باوجود هغه د همت او حوصلے سره د قومي مفاهمت خبره كړي،خو انتشار خان په دې نه پوهيدو ځكه چې هغه د خپل ذات او خپل ګوند لپاره هرڅه كول، هغه سره د پاكستان څه اهميت نه ؤ۔ده ووئيل د بزدلۍ دا عالم ؤ چې د فلور آف دي هاؤس نه پس په پلوامه پېښه كله چې د پي ټي آئي باني چيئرمين موقف اختيارولو سره ووئيل نو هغه څه ووئيل زه څه وكړم،زه په هند بريد وكړم ؟ دغسې كله چې هم هند ناوړه هڅه كوي نو انتشار خان په شا كيږي،كله چې هم د ترهه ګرو د مقابله كولو وخت راشي نو هغه غندنه هم نه كوي۔ د شهيدانو د ياد لمانځلو په موقع هغه د 9 مئي پېښي كولو سره د شهيدانو يادګارونو ته زيان رسوي او غږ پورته كړي چې ’’خان نه وي نو پاكستان نشته ‘‘ ،شخصيت د هر څيز څخه بالا ساتلو سره هېواد شاته اچولو دغه سوچ د هغوي د ګوند نصب العين جوړ شوې۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل پوليس او قانون نافذ كونكو ادارو په خپلو وينو يو تاريخ جوړ كړې،د دغه قربانو په وجه د ترهه ګرۍ خاتمه ممكن شوې۔ده ووئيل كال 2017 كښې چې د پاكستان څخه ترهه ګري ختمه شوه نو د هغې په شا د ګڼو كسانو هلي ځلي او بهادري وه۔ ده ووئيل هغه وخت لري نه دې چې د هېواد څخه به ترهه ګري په بشپړه ډول ختمه شي او ترهه ګر به د رسوائي او ذلت سره مخ شي۔ عطاء الله تارړ ووئيل نن هم يو سياسي ګوند د ترهه ګرو مرسته كوي۔دغه ګژند د منصوبه بندۍ ترمخه ترهه ګر عناصر بيرته راوستلو سره آباد كړې او كله چې په كال 2017 كښې د ترهه ګرۍ خاتمه كولو سره هېواد كښې امن بحال شو نو 2018 كښې په خېبر پښتونخوا كښې د تحريك انتشار حكومت بيا د هغه عناصرو سرپرستي وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل يو غيرقانوني دائرے ترمخه د خېبر پښتونخوا پخوانۍ انتظاميې قاچاق او غيرقانوني تجارت ته وده وركوله چې پكښې نان كسټم پيډ ګاړي ، تيل، د خوراك څښاك څيزوونه ، اجناس، منشيات، ټمبر او تمباكو اقاچاق شامل دے، دغه قاچاق يو نيټ ورك دے كوم كښې چې د ترهه ګرو او خېبر پښتونخوا تحريك انصاف حكومت ګټھ جوړ دے،دې څخه هغوې ته مالي ګټه رسيږي۔ده ووئيل موجوده معاشي اصلاحات ترمخه په دغه عناصرو لاس اچولې كيږي۔ ده ووئيل ترهه ګرۍ ته وده وركولو كښې يو غير دستاويزي بليك اكانومي هم شامل دے كوم څخه چې تحريك انتشار ته مالي معاونت ترلاسه كيږي او د هغې په زور سياست كوي۔ده ووئيل پي ټي آئي په خېبر پښتونخوا كښې 12 كلن حكومت د قاچاق او غير قانوني معيشت نيټ ورك څخه مالي ګټه پورته كړي چې پكښې د تحريك انتشار مركزي كردار شامل ؤ كومو به چې د پي ټي آئي باني چيئرمين له فنډنګ كولو۔ وفاقي وزير ووئيل كله چې د نوې وزيراعليٰ د انتخاب وخت راغلو نو هغوې يو داسې تن منتخب كړو په كوم چې مقدمې درج دي او د هغه په اړه دا تاثر عام دے چې هغه د منشيات په كاروبار كښې ملوث دے۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل باني چيئرمين دا وئيل چې اے اين پي ختمه شوي ، بے بنسټه دي، حقيقت دا دے چې اے اين پي د ترهه ګرۍ په ضد ثابت قدمي ښودلې ده۔زه بشير احمد بلور او شهيد هارون بلور ت هسلام كوم، اے اين پي قربانۍ به زمونږ په سياسي تاريخ كښې ياد ساتلے شي۔كله چې هم تاريخ ليكلې كيږي نو دا به پكښې درج وي۔ بل پلو تحريك انتشار د ترهه ګرو مرسته كولو كښې لوئ لاس دے، ترهه ګر سيټلډ ايرياز كښې مېشته كړې شوي،د هغوې سره كاروبار او روزمره رابطې جوړي شوي د كوم د نتيجو سره نن هم قوم مخ دے۔ده ووئيل زه د ليفټيننټ جنرل احمد شريف تيره ورځ پريس كنفرنس تائيد كوم اوس دغه معامله نوره نه شي چليدلے،اوس به پريكړه كول وي چې هغوي د ترهه ګرو سره دي يا د هغوې په ضد۔ده ووئيل دا تاثر په ډاګه شوې چې ټي ټي پي د پي ټي آئي عسكري ونګ جوړيږي،لوے څښتن دې داسې چري ونه كړي،خو د دې تاثر وجوهات غيرقانوني هلو ځلو ، قاچاق او انتظامي چارو كښې پټ دے۔ده ووئيل د نامزد وزيراعليٰ په ضد تحريك انصاف كښې اختلافي غږونو شدت اختيار كړې چې مونږ ته دغه نه دې قبول،يو پلو شير افضل مروت او عليمه خان ګروپ دے او بل پلو بشري بي بي ګروپ، چې ورسره ګوند خپلو تقسيم شوې، كے پي اسمبلۍ كښې هغوي لويو ستونزو سره مخ دي۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل رياستِ پاكستان دا پريكړه كړې چې ترهه ګرو له به ان شاء الله په هر صورت ماتې وركولې شي او هغوې له به هېواد كښې د پاتې كيدو اجازه نه شي وركولې۔ وفاقي وزير ووئيل پاك پوځ ، پوليس او نوري سكيورټي ادارے هره ورځ قربانۍ وركوي او حكومتِ پاكستان به تر آخري ترهه ګر ختمولو په آرام سره نه كېښني۔پاك پوځ ، سول ادارے او علمائے كرام ټول يو موټې دي،د ترهه ګرۍ نور كوم ګنجائش نشته۔ده ووئيل هېواد پرمختګ كوي، معيشت ښه كيږي، خارجه پاليسو ټوله نړۍ تعريف كوي دغسې په زندان كښې ناست يو تن د 190 مليونه پاؤنډ ميګا كرپشن كيس سره مخ دے،هغه د خپل ذات او ګټو په خاطر پاكستان قربان كول غواړي،داسې نه شي كيدے ، پاكستان به ان شاء الله نور هم پرمختګ كوي ، ترهه ګري به ختمولې شي۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا غيور اولس قربانۍ به بے ځايه نه ځي۔

مزید خبریں