سيكورټي فورسز د هند حمايت يافته فتنه الخوارج په پوليس ټريننګ سكول بريد شنډ كړې۔آئي اېس پي آر

پينډۍ 11 اكتوبر (اے پي پي)د هند حمايت يافته فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي خوارجو د 10 او 11اكتوبر 2025 په شپه يوه ناوړه بريد كښې د پوليس ټريننګ اسكول په نښه كړې خو قانون نافذ كونكو ادارو اهلكارو د كلك عزم سره ردعمل د هغوې ناوړه عزائم په سمدستي توګه ناكامه كړې۔آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې بريد كونكو د حفاظتي حصار ماتولو هڅه …

پينډۍ 11 اكتوبر (اے پي پي)د هند حمايت يافته فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي خوارجو د 10 او 11اكتوبر 2025 په شپه يوه ناوړه بريد كښې د پوليس ټريننګ اسكول په نښه كړې خو قانون نافذ كونكو ادارو اهلكارو د كلك عزم سره ردعمل د هغوې ناوړه عزائم په سمدستي توګه ناكامه كړې۔آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې بريد كونكو د حفاظتي حصار ماتولو هڅه كړې،په هغې كښې په ناكامۍ بريد كونكو د توكو څخه ډك ګاړې د ګيټ سره وجنګولو۔پوليس اهلكارو د بے مثاله همت او پيشه وره پوهې مظاهره كولو سره د بريد كونكو مقابله وكړه او د هند پراكسي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي 3 خوارج ئې وژلې دي۔پاتي دوه بريد كونكو په يوه ودانۍ كښې ګهير كړې شوې كوم چې بيا سيكورټي فورسز په يو منظم كليئرنس آپريشن كښې په نښه كولو سره وژلې دي۔په يو بل ډزو كښې د ټرينيريز پشمول 6 اهلكار بهادرۍ سره جنګيدو سره شهيدان شوې دغسې 12 پوليس اهلكار او يو وګړے ژوبل شوې دي۔د دې ناوړه بريد په مهال خوارجو په اسكول كمپليكس كښې موجود يو جومات بريد وكړو او نه يواځې ئې د يو مقدس ځائې بے حرمتي وكړه بلكه د جومات امام كوم چې د امامت فرائض ترسره كول، هغه شهيد كړې شو۔سيمه كښې كليئرنس آپريشنز روان دي او دې ناوړه بريد مرتكب كسان به قانون سره مخ كولې شي۔آئي اېس پي آر له مخې سيكورټي فورسز د پاكستان د قانون نافذ كونكو ادارو سره په كډه د قوم په مرسته د هېواد څخه د هند په سرپرستۍ كښې رواني ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي دي۔

مزید خبریں