لاهور 11 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ او د وزيراعظم ميډيا کوآرډينيټر بدر شهباز وړائچ د خالي په ورځ د وزيراعظم پوليټيکل سيکريټري مراد خان سواتي د پلار نذير خان سواتي په مړينه لاس نيوې لپاره د هغه كور ته لاړل او د ارواښاد بخښني لپاره ئې دعا اوكړه۔ دواړو لارښودو د مراد خان سواتي او كورنۍ سره د يووالي او افسوس …
عطاء الله تارړ او بدر شهباز وړائچ د مراد خان سواتي د پلار په مړينه لاس نيوې لپاره د هغوې كور ته لاړو،د ارواښاد بخښني لپاره ئې فاتحه خواني وكړه

مزید خبریں
لاهور 11 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ او د وزيراعظم ميډيا کوآرډينيټر بدر شهباز وړائچ د خالي په ورځ د وزيراعظم پوليټيکل سيکريټري مراد خان سواتي د پلار نذير خان سواتي په مړينه لاس نيوې لپاره د هغه كور ته لاړل او د ارواښاد بخښني لپاره ئې دعا اوكړه۔ دواړو لارښودو د مراد خان سواتي او كورنۍ سره د يووالي او افسوس څرګندونه وكړه۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل نذير خان سواتي د ګوند قيمتي اثاثه وه،ارواښاد د ګوند استحکام او جمهوريت ودې لپاره عمر له متحرك کردار ترسره كړې،د ارواښاد سياسي او سماجي خدمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ او د وزيراعظم د ميډيا کوآرډينيټر بدر شهباز وړائچ د ارواښاد لوړو درجو او غمجني كورنۍ زغم لپاره دعا اوكړه۔










