وزيراعظم شهباز شريف ډيره اسماعيل خان كښې د پوليس په تربيتي مرکز د فتنه الخوارج ترهه ګرو بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ډيره اسماعيل خان كښې د پوليس په تربيتي مرکز د فتنه الخوارج ترهه ګرو بريد سخته غندنه کولو سره وئيلي چې د ترهه ګرو دا ډول ناوړه کارروائي د ترهه ګرغ په ضد زمونږ عزم کمزورے كولې نشي،د هېواد څخه د هر ډول ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي يو۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د …

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ډيره اسماعيل خان كښې د پوليس په تربيتي مرکز د فتنه الخوارج ترهه ګرو بريد سخته غندنه کولو سره وئيلي چې د ترهه ګرو دا ډول ناوړه کارروائي د ترهه ګرغ په ضد زمونږ عزم کمزورے كولې نشي،د هېواد څخه د هر ډول ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي يو۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د خوارجي ترهه ګرو په بهادرۍ مقابله کولو سره شهيد شويو 7 پوليس اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔په دې موقع وزيراعظم د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره د هغوي د كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔وزيراعظم په بريد كښې د ژوبل شويو اهلكارو زر روغتيا له هم دعا او هغوي له ښه طبي آسانيو وركولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل خېبر پښتونخوا پوليس ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې عمر له په فرنټ لائن وي،ټول قوم شهيدانو ته سلام كوي،د ترهه ګرو دا ډول ناوړه کارروائي د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ عزم کمزورې كولې نشي،د هېواد څخه هر ډول ترهه ګرۍ په بشپړه توګه ختمولو له لوظي يو۔

مزید خبریں