اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي) د انساني حقوق وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي چې حكومت د جينكو د حقونو تحفظ، تعليم، صحت او مساوي موقعو وركولو له لوظي دےدغسې چې هغوې د خپلو بشپړو صلاحيتونو سره د پرمختګ په عمل كښې شريكي شي،جينكۍ يواځې د بدلو نګران نه بلكه د دې اصل محرك دي۔د جينكو نړيوالي ورځ 2025 په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل …
حكومت د جينكو د حقونو تحفظ، تعليم، صحت او مساوي موقعو وركولو له لوظي دے۔د انساني حقوق وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د جينكو نړيوالي ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي) د انساني حقوق وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي چې حكومت د جينكو د حقونو تحفظ، تعليم، صحت او مساوي موقعو وركولو له لوظي دےدغسې چې هغوې د خپلو بشپړو صلاحيتونو سره د پرمختګ په عمل كښې شريكي شي،جينكۍ يواځې د بدلو نګران نه بلكه د دې اصل محرك دي۔د جينكو نړيوالي ورځ 2025 په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل د جينكو نړيوالي ورځ په موقع مونږ د هغه جينكو حوصلے، عزم او قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كوو كومي چې په خپله ټولنه كښې د روښانه سباؤن جوړولو كښې موثره كردار ترسره كوي۔سږ كال د دې ورځ سرخط’’زه هغه جينۍ يم ، كومه چې د بدلون قيادت كوي ‘‘ هغه حقيقت رامخې ته كوي چې جينكۍ يواځې د بدلون نګران نه بلكه د دې اصل محرك دي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت پاكستان د جينكو د حقونو تحفظ، د هغوې تعليم، صحت، تحفظ او مساوي موقعو وركولو لپاره لوظي دي دغسې چې هغوې د خپلو بشپړو صلاحيتونو سره د پرمختګ په عمل كښې شريكي شي۔ده بلنه وركړه راځئ چې ، په دې ورځ د دې عهد پخلے وكړو چې پاكستان يو داسې هېواد جوړ كړو چرته چې هره جينۍ محفوظ، معزز او خپلواكه وي او خپلو خوابونه حقيقت كښې بدلولو سره د قوم په پرمختګ او سوكالۍ كښې موثره برخه واچوي۔










