اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب آئي اېم اېف او ورلډ بينك كلنو غونډو كښې ګډون لپاره امريكې ته لاړو۔جاري شوې بيان له مخې د خزانې وزير به ورلډ بينك او آئي اېم اېف غونډو كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔د خزانې وزير محمد اورنګزيب به د امريكې خپلي دورے په مهال آئي اېم اېف ، ورلډ بينك، انټرنيشنل فنانس كارپوريشن (آئي اېف …
د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب آئي اېم اېف او ورلډ بينك كلنو غونډو كښې ګډون لپاره امريكې ته لاړو

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب آئي اېم اېف او ورلډ بينك كلنو غونډو كښې ګډون لپاره امريكې ته لاړو۔جاري شوې بيان له مخې د خزانې وزير به ورلډ بينك او آئي اېم اېف غونډو كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔د خزانې وزير محمد اورنګزيب به د امريكې خپلي دورے په مهال آئي اېم اېف ، ورلډ بينك، انټرنيشنل فنانس كارپوريشن (آئي اېف سي) او ملټي ليټرل انويسټمنټ ګارنټي ايجنسي (اېم آئي جي اے) اعليٰ چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔د خزانې وزير به د نړيوال بينك صدر اجے بنګا سره بالمشافه ملاقات كيږي۔د خزانې وزير به د اجے بنګا په خصوصي بلنه د منتخب هېوادونو د خزاني وزيرانو په عشائيه كښې ګډون كوي۔د خزانې وزير به د جي 24 او مينځني ختيز ، شمالي افريقې او پاكستان (اېم اي اين اے پي) هېوادونو په پليټ فارم د آئي اېم اېف مينجنګ ډائريكټر كرسټلينا جارجيوا سره هم ملاقات كوي۔د خزانې وزير به د اېم اي اين اے پي (MENAP) فورم ته خطاب كوي۔د خزانې وزير به د اېف بي آر ډيجيټل ټرانسفارميشن په اړه د نړيوال بانك د سيوري لاندې سيمه ايز راؤنډ ټيبل كښې ګډون كوي۔راؤنډ ټيبل كښې به د اېف بي آر چارواكو نه علاوه د نورو هېوادونو ټيكس چارواكي هم خپل ټيكس اصلاحات رامخې ته كوي۔د خزانې وزير به د ورلډ اكنامك فورم (ډبليو اي اېف) د سيوري لاندې دوه مهم ايونټس كښې كډون كوي۔د دورې په مهال به د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب چين، برتانيې، سعودي عرب، تركيه او آذربائيجان همڅنګو سره ملاقاتونه كوي۔د خزانې وزير محمد اورنګزيب به د وائټ هاؤس اعليٰ چارواكو سره هم ملاقاتونه كوي۔د خزانې وزير به د كانګرس فنانشل سروسز كمېټۍ چيئرمېن سره هم ملاقات كوي۔د خزانې وزير محمد اورنګزيب به د امريكې سټيټ او ټريثري ډيپارټمنټس او انټرنيشنل ډويلپمنټ فنانس كارپوريشن (ډي اېف سي) چارواكو سره هم ملاقات كوي۔د خزانې وزير به د يو اېس پاكستان بزنسل كونسل عهديدارو او غړو سره ټيكس تجاويز او پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په موقعو خبري اتري كوي۔د دورې په مهال به د خزانې وزير نړيوال كريډټ ريټنګز ايجنسو، كمرشل بينكونو او په خاص توګه مينځني ختيز سرمايه كار بينكونو ډارواكو سره هم ملاقاتونه كوي۔د خزانې وزير به بېل سرمايه كارۍ فورمز او سيمينارز ته هم خطاب په مهال د هېواد معاشي منظر نامه واضحه كوي۔د خزانې وزير به د امريكې نوموړي تھنك ټينكس پشمول اټلانټك كونسل او پيټرسن انسټي ټيوټ آف انټرنيشنل اكنامكس دوره كوي۔محمد اورنګزيب به د پاكستاني كميونټۍ سركرده غړو سره هم ملاقات كوي۔د خزانې وزير به د منتخب نړيوالو او امريكې ميډيا نمائندګانو سره مركے كوي۔د خزانې وزير به د خپلي دورے په مهال 65 څخه زيات ايونټس، فورمز، دستورو ، نشستونو او ملاقاتونو كښې ګډون كوي۔










