نوې ډيلے 11 اکتوبر (اے پي پي) په نوې ډيلي كښې د پاکستان هائي کمېشن فرسټ سيکرټري شعيب سرور سره د نورو پاكستاني سفارت کارو د صوفي بزرګ حضرت خواجه نظام الدين اولياءؒ 722م عرس په موقع په مزار پر روايتي څادر وغوړولو۔د پاکستان هائي کمېشن جاري شوې بيان له مخې سجاده نشين ديوان سيد طاهر نظامي د پاکستاني پلاوي هركلے وكړو۔د څادر غوړولو نه پس پلاوي د پاکستان پرمختګ …
د پاکستان هائي کمېشن فرسټ سيکرټري شعيب سرور د حضرت خواجه نظام الدين اولياءؒ په مزار حاضري، روايتي څادر ئې وغوړولو

مزید خبریں
نوې ډيلے 11 اکتوبر (اے پي پي) په نوې ډيلي كښې د پاکستان هائي کمېشن فرسټ سيکرټري شعيب سرور سره د نورو پاكستاني سفارت کارو د صوفي بزرګ حضرت خواجه نظام الدين اولياءؒ 722م عرس په موقع په مزار پر روايتي څادر وغوړولو۔د پاکستان هائي کمېشن جاري شوې بيان له مخې سجاده نشين ديوان سيد طاهر نظامي د پاکستاني پلاوي هركلے وكړو۔د څادر غوړولو نه پس پلاوي د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ له دعا وكړه۔پلاوي د مزار په خوا كښې د حضرت امير خسروؒ په مزار هم حاضري وكړه۔په دې موقع سجاده نشين روايتي دستاربندي هم وكړه۔په دې مهال شعيب سرور ووئيل د صوفيا کرامو قبرونه د امن، روحانيت او د انسانيت د خدمت مرکزونه دي كوم چې د مذهبونو ترمينځه همغږۍ، اتحاد او د ميني پيغام ته وده وركوي۔ده زور راوړو چې د صوفياء کرامو تعليمات نن هم دومره مهم او د عمل وړ دي څورمه چې څو پيړۍ وړاندې وو۔










