نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د بين الحكومتي تجارتي لين دېن په ره د كابينه كمېټۍ غونډه٬ د سركاري ادارو د نجكارۍ د پېشرفت جاج واخستلے شو

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د بين الحكومتي تجارتي لين دين په ړه د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د سركاري ادارو نجكارۍ په اړه د روانو اقداماتو تفصيلي جاج واخستلے شو ۔د خارجه دفتر وياند څخه جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ د سرمائے منتقلۍ عمل سپيځلے او موثره كولو٬كاركردګۍ كښې ښه والې راوستلو …

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د بين الحكومتي تجارتي لين دين په ړه د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د سركاري ادارو نجكارۍ په اړه د روانو اقداماتو تفصيلي جاج واخستلے شو ۔د خارجه دفتر وياند څخه جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ د سرمائے منتقلۍ عمل سپيځلے او موثره كولو٬كاركردګۍ كښې ښه والې راوستلو او اقتصادي اصلاحات له مخې د نجي څانګې شموليت ته ودې وركولو لپاره بين الحكومتي لوظ نامو ته په حتمي شكل وركولو غور وكړو۔ د نجكارۍ ډويژن لخوا په وړاندې كړی سمرۍ كمېټۍ د فرسټ ويمن بينك لميټډ٬ايف ډبليو بي ايل)په اړه د بيعې منظوري وركړه كومه چې د پاكستان بينكارۍ څانګه كښې د متحده عرب امارات د سرمايه كارۍ ودې له يو مهم سنګ ميل دے۔په غونډه ګښې د خزانې وفاقي وزير٬خاص مرستيال طارق باجوه٬د ريلوے خاص مرستيال٬د كابينې سيكرټري٬د نجكارۍ سيكرټري او اړوند محكمو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں