نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬د چينو په راغوښتلو او بيعو د اطمينان څرګندونه

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په خارجه وزارت كښې د چينو سټاك صورتحال او د بيعو جاج اخستو لپاره د اعلٰی كچ غونډې مشري وكړه او په مجموعي صورتحال يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د نائب وزيراعظم دفتر څخه د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې په هېواد كښې د درآمدۍ چينو راتلونكي شيډول هم …

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په خارجه وزارت كښې د چينو سټاك صورتحال او د بيعو جاج اخستو لپاره د اعلٰی كچ غونډې مشري وكړه او په مجموعي صورتحال يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د نائب وزيراعظم دفتر څخه د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې په هېواد كښې د درآمدۍ چينو راتلونكي شيډول هم جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې په دې د اطمينان څرګندونه وشوه چې د حكومت په وخت مداخلت او درآمدات له امله د چينو سټاك كچه او بيعه مستحكم ده كومې څخه چې ماركيټ كښې رسد باوري كېږي۔په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وفاقي وزير٬د تجارت وفاقي وزير٬د وزيراعظم د خزانې خاص مرستال طارق باجه٬د تجارت سېكرټري٬د صنعت او پیداوار سېكرټري٬د ټي سي پي چيئرمېن او اړوند وزارتونو او محكمې سينئر اهلكارو ګډون وكړو۔

مزید خبریں