اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د قامي اهميت په پروژو د پېشرفت جاج اغستو لپاره غونډه د جمعې په ورځ شوې۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې پروژو لپاره دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه نړيوالو شراكتدارو لخوا مالي مرسته وركړې كيږي۔په غونډه كښې د اقتصادي چارو٬د قانون وزير٬اټارني جنرل٬د وزيراعظم خاص …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د قامي اهميت پروژو د پېشرفت جاج اغستو غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د قامي اهميت په پروژو د پېشرفت جاج اغستو لپاره غونډه د جمعې په ورځ شوې۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې پروژو لپاره دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه نړيوالو شراكتدارو لخوا مالي مرسته وركړې كيږي۔په غونډه كښې د اقتصادي چارو٬د قانون وزير٬اټارني جنرل٬د وزيراعظم خاص مرستيال ايم طارق باجوه٬خارجه سېكرټري٬د فنانس ډويژن سپېشل سېكرټري٬د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري او د هغه ډلې ګډون وكړو۔نائب وزيراعظم د پروژو په وخت بشپړېدو په ضرورت زور راوړو دغسې چې د نړيوالو شراكتدارو لخوا وركړے فنډز په موثر انداز استعمال كړے شي۔ده اړوندو ته هدايت وكړو چې هغوي د دې پروژو د پېشرفت وخت په وخت جاج اخستو لپاره يو مؤثر نظام جوړ كړي










