د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ايتهوپيا سفير ډاكټر جمال بكر عبدالله ملاقات

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره پاكستان كښې د ايتهوپيا سفير ډاكټر جمال بكر عبدالله ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬تجارت او سرمايه كارۍ٬كلتور٬ماحولياتي بدلون٬ د سېلګرۍ ودې او د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو په اړه تفصيلي خبرې شوي۔د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د جمعې په ورځ ملاقات …

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره پاكستان كښې د ايتهوپيا سفير ډاكټر جمال بكر عبدالله ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬تجارت او سرمايه كارۍ٬كلتور٬ماحولياتي بدلون٬ د سېلګرۍ ودې او د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو په اړه تفصيلي خبرې شوي۔د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د جمعې په ورځ ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل د صوبې شمالي سيمه د خپلې قدرتي ښكلا٬زړه راښكونكو مناظر او تاريخي ورثې له امله د ټولې نړۍ سېلګرو لپاره ښائسته مقام دے ٬خېبرپښتونخوا كښې د سېلګرۍ څانګی پشمول نورو څانګو كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي او حكومت نړيوالو سرمايه كارو ته هركلے وائي۔د ايتهوپيا سفير ډاكټر جمال بكر عبدالله منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د پاكستان كردار او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو او پوليس قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔په دې موقع ده بېلو څانګو په خاص توګه د سېلګرۍ ودې لپاره شريكه مرسته لا زياتولو له د خوښۍ څرګندونه وكړه

مزید خبریں