پاكستان غزه كښې د جنګ بندۍ لوظ نامې هركلے وكړو

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)پاكستان غزه كښې د جنګ بندۍ لوظ نامې د اعلان هركلي كولو سره وئېلي دي دا مينځني ختيز كښې د اوږد مهاله امن راوستلو يوه تاريخي موقع ده۔د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل مونږ د خبرو اترو ټول عمل كښې د صدر ټرمپ مشري ستائيو كومه چې د نړيوال امن لپاره د هغه د غېر …

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)پاكستان غزه كښې د جنګ بندۍ لوظ نامې د اعلان هركلي كولو سره وئېلي دي دا مينځني ختيز كښې د اوږد مهاله امن راوستلو يوه تاريخي موقع ده۔د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل مونږ د خبرو اترو ټول عمل كښې د صدر ټرمپ مشري ستائيو كومه چې د نړيوال امن لپاره د هغه د غېر متزلزل عزم عكاس ده ۔ده ووئيل مونږ د قطر٬مصر او تركيې لارښودو دې لوظنامې له د خبرو اترو د كردار هم ستائنه كوو ۔وياند د فلسطيني اولس ستائنې كولو سره ووئيل هغوي سخت زيان پورته كړے كوم چې بيا يادول نه دي پكار۔د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان مسجد الاقصٰی كښې د اشتعال انګيزۍ سخته غندنه كوي۔ده وئيل نړۍ له د قابضين او غېر قانوني آباد كارو محاسبه كول پكار ده او دا ډول نور اقدامات مخ نيوې پكار دے كوم چې د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ د تاؤ تريخوالي كمولو او د تل پاتي امن لاره هوارولو لپاره كړو هڅو ته زيان رسوي

مزید خبریں