د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د مولانا فضل الرحمان سره ملاقات٬د صوبې په سياسي په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)مشر او سينئر سياستمدار مولانا فضل الرحمان سره د هغه په استوګنه مهم ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د صوبې په موجوده سياسي او امن او امان صورتحال پشمول په ګڼو مهمو چارو تفصيلي مشاورت او د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د جمعې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د …

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)مشر او سينئر سياستمدار مولانا فضل الرحمان سره د هغه په استوګنه مهم ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د صوبې په موجوده سياسي او امن او امان صورتحال پشمول په ګڼو مهمو چارو تفصيلي مشاورت او د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د جمعې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا بېلو سيمو كښې په روان آپرېشنز٬په صوبه كښې د امن او امان چېلنجونو او د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی استعفٰی نه پس پ هراپېدا شوي سياسي صورتحال خبرې اترې وكړی۔دواړو لارښودو سينيټ٬چترال او هري پور كښې د صوبائي اسمبلۍ ضمني ټاكنو٬ د سياسي ګوندونو په اتحاد او د دې په ممكنه سياسي اثرات هم خيالاتو څرګندونه وكړه

مزید خبریں