د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ د مجموعي اقتصادي صورتحال جاج واغستلے شو

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه كښې د مجموعي اقتصادي صورتحال جاج واغستلے شو ۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب٬د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني٬د وزيراعظم خاص مرستيال ايم طارق باجوه٬د خزانې سېكرټري٬د ايف بي آر چيئرمېن …

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه كښې د مجموعي اقتصادي صورتحال جاج واغستلے شو ۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب٬د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني٬د وزيراعظم خاص مرستيال ايم طارق باجوه٬د خزانې سېكرټري٬د ايف بي آر چيئرمېن او د هغه ډلې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د فنانس او ايف بي آر ډلې د مالي كال 26م وړومبۍ درې مياشتنيزه شمېره وړاندې كړ ه۔ګډون كوونكو ته د آئي ايم اېف مشن سره د شوو اوسنو خبرو اترو په اړه هم بريفنګ وركړو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير د سېلاب څخه رامخې ته شوو خنډانو باوجود د معيشت په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه

مزید خبریں