حكومت تر انصاف ګړنډۍ او يو برابر رسنه د باوري كولو عزم لري٬په وخت انصاف د آئيني حقونو تحفظ او د قانون واكمنۍ لپاره ضروري دے ۔د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك وئېلي دي حكومت تر انصاف ګړندۍ او يو برابر رسنه باوري كولو له عزم لري٬په وخت انصاف د آئيني حقونو تحفظ او د قانون واكمنۍ لپاره ضروري دے۔د قانون او انصاف وزارت وياند تېره ورځ اسلام آباد كښې د نېشنل كمېشن فار هيومن رائټس(اين سي ايچ آر) تر سيوري لاندې دستورې ته خطاب كولو۔په دې …

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك وئېلي دي حكومت تر انصاف ګړندۍ او يو برابر رسنه باوري كولو له عزم لري٬په وخت انصاف د آئيني حقونو تحفظ او د قانون واكمنۍ لپاره ضروري دے۔د قانون او انصاف وزارت وياند تېره ورځ اسلام آباد كښې د نېشنل كمېشن فار هيومن رائټس(اين سي ايچ آر) تر سيوري لاندې دستورې ته خطاب كولو۔په دې موقع ده د بشري حقونو ودې او د بشري عظمت٬انصاف او مساوات وده كښې د اين سي ايچ آر كردار وستائېلو۔بيرسټر عقيل ملك ووئيل منصفانه٬په وخت او د رسنې وړ انصاف د قانون وزارت وژن بنيادي جز دے۔ده د عدالتي اصلاحات په اړه د حكومتي اقدامات ذكر كولو سره ووئيل د عدالتي نظام جديد كاري٬اي فائلنګ٬ د ډيجيټل ريكارډ وده٬ د شخړو متبادل حل(اے ډي آر)نظام قوي كول او د قانوني ادارو د كار استعداد كښې اضافې ته خاص پام كولې شي دغسې چې عدالتي تاخير كښې كمے او د عدل نظام كاركردګۍ كښې ښه والے راشي۔ده ووئيل قانون سازو٬ججانو٬وكيلانو او سول سوسائټۍ له به په شريكه توګه داسې اقدامات كول وي كومو څخه چې هر وګړي لپاره تر انصاف آسانه او بامقصده رسنه ممكن شي

مزید خبریں