اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د جمعې په ورځ د ايتھوپيا سفارت دوره كولو سره د ايتھوپيا موده ترسره كونكي سفير ډاکټر جمال بيکر عبد الله سره د مخه ښې ملاقات كړے۔ وفاقي وزير د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو قوي كولو او لورې كچې ته په رسولو كښې د سفير غوره كردار او سفارتي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره …
وفاقي وزير عطاء تارړ د ايتھوپيا سفارت دوره، د ايتھوپيا موده ترسره كونكي سفير ډاکټر جمال بيکر عبد الله سره الوداعي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د جمعې په ورځ د ايتھوپيا سفارت دوره كولو سره د ايتھوپيا موده ترسره كونكي سفير ډاکټر جمال بيکر عبد الله سره د مخه ښې ملاقات كړے۔ وفاقي وزير د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو قوي كولو او لورې كچې ته په رسولو كښې د سفير غوره كردار او سفارتي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ډاکټر جمال بېكر د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمېنځه د دوستۍ رشته لا مستحكمه كړه ۔ ده د ايتھوپيا وزيراعظم ډاکټر ابي احمد په مشرۍ كښې په ايتھوپيا كښې د شوي پرمختګ او بدلون ستائنه وكړه۔ ده ووئيل ډاکټر جمال بيکر د پاکستان رښتنونے دوست دے چا چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قربت او دوستۍ پل جوړ كړے۔ ده ووئيل پاکستان ټيلي ويژن (پي ټي وي) د ايتھوپيا سفير په سفارتي خدمات به يو خاص دستاويزي پروګرام جوړوي كوم چې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره ترسره شوو د غوره خدماتو په اعتراف كښې خپرولې شي۔ په دې موقع د ايتھوپيا سفير ووئيل ايتھوپيا پاکستان سره خپلو سفارتي اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومو چې په نړيواله كچه يو موثره كردار لوبوي۔ ډاکټر جمال بيکر د خپلې سفارتي مودې په مهال د پاکستان حكومت او اولس لخوا د ملاتړ مننې كولو سره ووئيل دواړو هېوادونو امن و سلامتيا، ماحولياتي استحکام، هوا بازۍ، تجارت، سرمايه کارۍ او د سېلګرۍ او كلتور پشمول بېلو څانګو كښې نزدې مرستې ته وده وركړې ده او د روابطو٬ معاشي سفارت كارۍ او د ماحولياتي استحکام په څانګو كښې د دواړو هېوادونو د اړيكو په لا قوي كولو مونږ وياړ لرو۔ ده ووېيل د ايتھوپيا ايئر لائنز د پاکستان د “لك افريقه”او د “انګيج افريقه” پاليسو په وده كښې كليدري كردار لوبوي د كومې له مخئ چې په راتلونكې اوونۍ كښې په اديس ابابا كښې پنځم پاکستان -افريقه ټريډ ډويلپمنټ کنفرنس او سنګل کنټري ايګزيبيشن كېدونكے دے۔










