اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت اوومه غونډه راتلونكي كال په اسلام آباد كښې كېږي۔ دا خبره د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جعمې په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت شپږمه غونډه په دوشنبے كښې شوې وه٬ چې پكښې د پاكستان پلاوي مشري ايډيشنل …
د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه د دوه اړخيزه مشاورت اوومه غونډه به په راتلونكې كال كښې كېږي۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت اوومه غونډه راتلونكي كال په اسلام آباد كښې كېږي۔ دا خبره د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جعمې په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت شپږمه غونډه په دوشنبے كښې شوې وه٬ چې پكښې د پاكستان پلاوي مشري ايډيشنل سيکرټري خارجه (مغربي ايشيا) سيد علي اسد ګيلاني كړې او د تاجکستان لخوا نائب خارجه وزير فرخضو ارفضو كړې وه۔ شفقت علي خان ووئيل د خبرو اترو په مهال د سياسي او پارلماني اړيكو٬ تجارت او سرمايه کارۍ، د دفاع او سلامتيا، د توان، روابط، كلتوري او د تعليمي تبادلو٬ په ګڼ اړخيزه مرسته او د قونصلر چارو پشمول د دوه اړخيزه پراخه چارو احاطه وشوه۔ دوي د ټيکسټائل، لاجسټکس، زراعت او خوراک او په فارماسيوټيکلز كښې د زياتې شوې مرستې د لارې د تجارت زياتولو په چارو غور وكړو ۔ دوي د سيمه ايز تګ راتګ د راهدارو په اهميت رڼا واچوله او د کاسا 1000 زر تر زره آپريشنلائزيشن لپاره ېې د خپل عزم پخلے وكړو چې مقصد يې سيمه ايز انضمام او د توان سلامتيا قوي كول دي۔ په غونډه كښې د دفاعي او سکيورټي مرستې جاج واخستلے شو چې پكښې د ترهګرۍ مخنيوي هلې ځلې، د تربيې پروګرامونه او د دورو په تبادلو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ ډلو په كال 2026 كښې په اسلام آباد كښې د دوه اړخيزه سياسي مشاورت د اوومې غونډې په تابيا هم اتفاق وكړو۔










