اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتھارټۍ (نادرا) بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو ته د خدمات وركړه لا ښه كولو لپاره د نړۍ په بېلو هېوادونو كښې خپل نوې رجسټريشن کاؤنټرز فعاله كړې دي٬ دا اقدام د پاكستان حکومت د ھغه وژن عملي څرګندونه ده چې مقصد يې اوورسيز پاکستانيانو ته د سهولتونو په رسولو كښې بهتري او د هغوي هېواد سره مضبوطې اړيكې …
سمندر پورې پاکستانيانو ته شناختي او د رجسټريشن سهولتونه ورسوٶ۔ نادرا

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتھارټۍ (نادرا) بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو ته د خدمات وركړه لا ښه كولو لپاره د نړۍ په بېلو هېوادونو كښې خپل نوې رجسټريشن کاؤنټرز فعاله كړې دي٬ دا اقدام د پاكستان حکومت د ھغه وژن عملي څرګندونه ده چې مقصد يې اوورسيز پاکستانيانو ته د سهولتونو په رسولو كښې بهتري او د هغوي هېواد سره مضبوطې اړيكې جوړول دي۔ د نادرا لخوا د جاري اعلاميه له مخې د کاناډا په دوه لويو ښاريو مونټريال او وينکوور، د اټاليه په ميلان، مناما (بحرين) او د عمان په (اردن) كښې د نادرا کاؤنټرز فعاله كړې شوې دي چرته چې پاكستاني وګري د شناختي او رجسټريشن په اړه خدمات ترلاسه كولې شي٬ نادرا دا اعلان هم كړے چې د اټاليه په پايه تخت روم كښې به هم ډېر زر نوې کاؤنټر فعاله كړو په كوم چې پېشرفت جاري دے۔










