د پاکستان، آذربائيجان او ترکيه پشمول د سپيكرز غونډه به په 13 اکتوبر كېږي

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان، آذربائيجان او ترکيه پشمول د سپيكرز درې هېواديزه غونډه به په 13 اکتوبر په اسلام آباد كښې كېږي٬ د سيکرټريټ له مخې د قامي اسمبلي په كوربتوب كښې په درېمه غونډه كښې د درې هېواديزه سپيکرز غونډې مقصد د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه د سيمې امن په حواله پارلماني روابط مستحکم كول او د خوشحالۍ پشمول د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه …

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان، آذربائيجان او ترکيه پشمول د سپيكرز درې هېواديزه غونډه به په 13 اکتوبر په اسلام آباد كښې كېږي٬ د سيکرټريټ له مخې د قامي اسمبلي په كوربتوب كښې په درېمه غونډه كښې د درې هېواديزه سپيکرز غونډې مقصد د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه د سيمې امن په حواله پارلماني روابط مستحکم كول او د خوشحالۍ پشمول د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه په ورورولۍ اډانه اړيكو ته لا وده وركول دي٬ د آذربائيجان او ترکيه سپيکرز به په 12م اکتوبر اسلام آباد ته راسي٬ په 13 اکتوبر به د ايګزيکټو ميټنګ آف دي سپيکرز آف پارليمنټ كېږي او د دغې نه وروستو به د درې هېواديزه سپيكرز غونډې د پرانستې سېشن كېږي٬ د پرانستې سېشن نه وروستو به ګران مېلمانه د اېن ډي اېم اے دوره كوي۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې سپيکرز به صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف سره هم ملاقاتونه كوي٬ په دې موقع د پارليمينټيرينز په كچه به په موسمياتي بدلون، د قدرتي آفتونو مخه نيولو، تل پاتې ترقۍ، سيمه ايز سالميت او د خپلواكۍ تحفظ په موضوعات مباحثه كېږي٬په 13 اکتوبر به د درې هېواديزه سپيكر په غونده كښې د اعلاميه لاسليك دستوره كېږي په 14م اکتوبر به سپيكرز خپل خپل پلاوي سره لاهور ته ځي او هلته به د شاعر مشرق علامه محمد اقبال په مزار حاضري كوي ٬ په دې موقع به د پنجاب وزيراعلي سره ملاقات هم كوي٬ پلاويو ته به د پنجاب اسمبلۍ سپيكر لخوا د لاهور په شاهي قلعه كښې يو كلتوري پروګرام هم ښودلې شي او د دغې نه وروستو به د مېلمنو په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا وركولې شي

مزید خبریں