اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال په مشرۍ كښې د نېشنل انټرايجنسي كوآرډينيشن كمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د هېلتھ فيډرل سېكرټري٬ايف ډي آئي ډائرېكټر جنرل پشمول بېلو وفاقي او صوبائي محكمو او د نړيوالو شراكتدارو استازو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د 17 نه تر 29 نومبر روان پاتې ټول هېواد كښې د شري او د روبيلا(ايم آر)ويكسي نيشن كمپائن د تيارو …
د قامي صحت وفاقي وزير مصطفٰی كمال په مشرۍ كښې د نېشنل انټرايجنسي كوآرډينيشن كمېټۍ غونډه٬په ټول هېواد كښې د شري او روبيلا ويكسي نېشن كمپائن د چمتوالي نيولو جاج

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال په مشرۍ كښې د نېشنل انټرايجنسي كوآرډينيشن كمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د هېلتھ فيډرل سېكرټري٬ايف ډي آئي ډائرېكټر جنرل پشمول بېلو وفاقي او صوبائي محكمو او د نړيوالو شراكتدارو استازو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د 17 نه تر 29 نومبر روان پاتې ټول هېواد كښې د شري او د روبيلا(ايم آر)ويكسي نيشن كمپائن د تيارو او انتظامات تفصيلي جاج واخستلے شو ۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال غونډې ته خطاب كښې ووئيل شرې او روبيلا اوس هم پاكستان كښې د اولسي روغتيا په چیلنجونو كښې شامل دي۔د دې رنځونو څخه بچ كېدو لپاره په وخت ويكسي نېشن او موثر د خبرتيا كمپائن ضرورې دے ۔ده ووئيل وفاق ټولو صوبو سره د نزدې رابطې او موثر كوآرډينېشن د لارې د كمپائن كاميابولو عزم لري۔د روغتيا وزير هدايت وركړو چې د اولسي خبرتيا كمپائن لا پیغام رسنه موثر٬مربوط او جامع جوړ كړئ دغسې چې د ماشومانو ويكسي نيشن باوري كړے شي۔سينيټر مصطفٰی كمال په دې خبره زور راوړو چې اولس وبا او رنځونو څخه ساتل به حقيقي معنو كښې هېلت كيئر دے۔مونږ د دې مقصد لپاره ټول ممكنه اقدامات باوري كوو۔ده امر وكړو چې راتلونكې ايم آر ويكسي نېشن كمپائن كښې تر 5 كلونو عمر هر ماشوم ويكسي نېشن باوري كړئ او زيات نه زيات كوريج ترلاسه كولو لپاره ټولې ادارې دې متحرك كردار ادا كړي










