د ټولو اړوندو شراکت دارو معاونت او مشاورت سره د ټېكس او توان پشمول په بېلو څانګو كښې د ډھانچه جاتي اصلاحات عمل دوام داره دے۔ د خزانې وزير اورنګزېب د پاکستان بزنس کونسل، د سعودي سرمايه کارو پلاوي او د اوورسيز چيمبر آف کامرس دستورې ته ورچوئل وېنا

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د ټولو اړوندو شراکت دارو معاونت او په مشاورت سره د ټېكس او توان پشمول په بېلو څانګو كښې د ډھانچه جاتي اصلاحات عمل دوام داره دے، پاکستان د سعودي عرب د كال 2030 وژن څخه زده كړه كول غواړي، د آئي اېم اېف مشن سره د پاکستان ګټورې او تعميري خبرې شوي۔ ده دا …

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د ټولو اړوندو شراکت دارو معاونت او په مشاورت سره د ټېكس او توان پشمول په بېلو څانګو كښې د ډھانچه جاتي اصلاحات عمل دوام داره دے، پاکستان د سعودي عرب د كال 2030 وژن څخه زده كړه كول غواړي، د آئي اېم اېف مشن سره د پاکستان ګټورې او تعميري خبرې شوي۔ ده دا خبره د پاکستان بزنس کونسل، د سعودي سرمايه کارو پلاوي او د اوورسيز چيمبر آف کامرس دستورې ته ورچوئل وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې حکومت په دې خبره باور لري چې نجي څانګې له د هېواد مشري كول دي، د حکومت کار پاليسۍ او ايکوسسټم وركول دي٬ په دې تناظر كښې حكومت د اوپن اكانومي په استحكام ترلاسه كولو كښې كاميابۍ ترلاسه كرې دي ، د کريډټ ريټنګ درېو نړيوالو ايجنسيو د پاکستان کريډټ ريټنګ اپ ګريډ كړے دے٬ د زرمبادله پانګو كښې بهتري راغلې ده٬ پاکستان كښې سرمايه کارۍ لپاره سازګار ماحول وركړے شوے او په سرمايه كارۍ ترلاسه شوې ګټه په آسانۍ سره بهر منتقل كېدې شي٬ ده ووئېل پاکستان په 30 ستمبر د يورو بانډز په لړ كښې 500 ملين ډالر په وخت ادا كړې دي۔ ده د سعودي سرمايه کارو او د پاکستان بزنس کونسل د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل پاکستان د سعودي عرب د كال 2030 وژن څخه زده كړه كول غواړي٬ مونږ نه يوازې لائحې بلكې د عملي نفاذ په اړه تجربو څخه د استفادې كولو خوښي لرو٬ په برآمدات اډانه تل پاتې اقتصادي نمو ترلاسه كول ضروري ده۔ ده ووئيل وفاقي کابينې سعودي عرب سره د تاريخي دفاعي تړون منظوري وركړې ده كوم چې په سم لور يو مهم ګام دے۔ د خزانې سيکرټري، د سټېټ بېنك ګورنر به آئي اېم اېف او نړيوال بنېك سره د مني موسم د غونډې په موقع دا سلسله روانه ساتي او هيله لرو چې د سټاف په كچه لوظنامه به اوشي۔ د خزانې وزير ووئيل معيشت دستاويزي كول او د ډيجيټائزيشن عمل روان دے۔

مزید خبریں