پېنډۍ 10 اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په اوركزئۍ سيمه كښې د ډزو په تبادله كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې ككړ ټول 30 هندي سپانسرډ خوراج وژلي دي۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې امنيتي ځواكونو په 7م اکتوبر په ضلع اورکزئۍ كښې په رامخې ته شوې ناوړه پېښه كښې د ككړو خوارجو په ضد د …
امنيتي ځواكونو په اورکزئۍ ضلع كښې د ډزو د تبادلې نه وروستو په ترهګرۍ كښې ككړ ټول 30 هندي سپانسرډ خوارج ووژل

مزید خبریں
پېنډۍ 10 اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په اوركزئۍ سيمه كښې د ډزو په تبادله كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې ككړ ټول 30 هندي سپانسرډ خوراج وژلي دي۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې امنيتي ځواكونو په 7م اکتوبر په ضلع اورکزئۍ كښې په رامخې ته شوې ناوړه پېښه كښې د ككړو خوارجو په ضد د ځوابي كارروائۍ سلسله روانه ساتلې ده٬ په كوم كښې چې ليفټيننټ کرنل جنېد طارق او مېجر طيب راحت پشمول د هېواد مېړنې ځوانان شهيدان شوي٬ د عملياتو په مهال په مصدقه انټيلي جنس بېسډ د ضلع اورکزئي په جمال مايا سيمه كښې د ډزو تبادلې نه وروستو د ترهګرۍ په پېښو كښې ككړ ټول 30 هندي سپانسرډ خوارج ووژل شول٬ دا كاميابه كاروائي د ھغې ناوړه فعل بدل اخستل دے او اصل ترهګر خپل انجام ته رسولې شوي٬ په سيمه كښې د هندي سپانسرډ نورو ترهګرو لټون او خاتمې لپاره سينيټائزيشن کارروائۍ روانې دي۔ د ائي اېس پي آر وېنا ده امنيتي ځواكونه هېواد څخه د هند سپانسرډ ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره پرعزم او ثابت قدم دي۔










